لویې څارنوالۍ سید اسحق ګیلاني احضار کړی دی

افغانستان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګیلاني کورنۍ په افغانستان په ځانګړي ډول جنوب ختیځ ولایتونو کې ډېر پلویان لري.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغانستان همبستګي نهضت ګوند مشر سید اسحق ګیلاني یې احضار کړی او د هغه پر دوسیه کار پیل شوی دی. ښاغلي ګیلاني په پاکستان کې پخپلو خبرو کې ویلي وو چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، ښاغلی ګیلاني نن د اپرېل په ۳مه لویې څارنوالۍ ته احضار شوی و او د هغه دوسیه د کورني او بهرني امنیت له جرمونو سره د مبارزې د څارنوالانو له خوا پرانیستل شوې ده.

ښاغلي ګیلاني یوه دوره د افغانستان د ولسي جرګې غړی هم تېر شوی او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د حکومت د اجرایوي مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ له اصلاحاتو او همپالنې ټیم څخه ملاتړ کاوه.

په افغان جهاد کې د پیر ګیلاني "کم" خو سوله کې ډېر رول

د افغانستان سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګیلاني ومړ

ګیلاني: له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر نېټې نه یم خبر

نوموړي وويل، ښاغلي ګیلاني تېره ورځ څارنوالۍ ته غوښتل شوی او نن یې لویې څارنوالۍ ته مراجعه وکړه.

ښاغلی رسولي زیاتوي، لویه څارنوالي په عادلانه، بې پرې او منصفانه ډول د ښاغلي ګیلاني د دوسیې څېړلو ته ژمنه ده چې تر ارزونو وروسته به یې جزیات په ډاګه کړي.

مخکې تر دې داسې راپورونه ور کړل شوي وو چې ښاغلي ګیلاني د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوې غونډه کې ویلي وو، افغان حکومت هند ته موکه برابره کړې چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې لاسوهنه وکړي.

هغه مهال د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې د دغو څرګندونو له امله به د ښاغلي ګیلاني دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته واړندې شي.

ښاغلي رسولي وویل، نوموړې دوسیه د اړوند څارنوال تر څارنې لاندې ده.

په افغانستان کې یوه خصوصي ټلوېزیون طلوع څه موده وړاندې د ښاغلي ګیلاني له خولې ویلي وو:

"هندوستان له افغانستان څخه ګټه اخلي او غواړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ګټه پورته کړي. په دې کې هیڅ شک نه شته هغوی دا کار کوي، خو ولې یې مخنیوی نه کیږي؟ ولې داسې یو حالت راغلی چې افغان حکومت یا ځینې کسان د هندوستان لپاره د دې زمینه برابروي چې د پاکستان په مسایلو کې ځان ښکیل کړي؟"

افغان دولت څو واره دا ویلي چې هیڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار وکړي.

ورته مطالب