د افغان نجونو پر زده کړو د میاشتيني عادت اغېز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری افغانې نجونې د میاشتیني عادت په اړه مالومات او پوهاوی نه لري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې "یونیسف" او د افغانستان پوهنې وزارت ګډه څیړنه ښيي چې په دې هېواد کې ډېری نجونې د میاشتني عادت له پېښېدو نه وي خبرې.

یونیسف زیاتوي چې افغانو نجونو ته نه هم په ښوونځیو او نه هم کورونو کې د دې حالت په اړه مناسب مالومات او پوهاوی ورکول کېږي، او همدا ناپوهي د دوی ژوند او زده کړې له ډول ډول ستونزه سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ځینو سیمو کې نوی ښوونیز کال اوس اوس پیل شو. ډلې ډلې نجونې به سپین پړوني پر سر ښوونځیو ته درومي.

په داسې یو هېواد کې چې له یوې خوا د جګړې له لاسه د چا سر خوندي نه دی او بله خوا نجونې له کلتوري محدویدیتونو هم خلاصې نه دي، میاشتینی عادت د دوی لپاره یو بل پټ جنجال دی.

داسې یو جنجال چې یا خو نجونې بیخي له زده کړو راګرځوي، یا دا لار ورته کندې کپرې کوي

نجونې د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمېر نجونې وایي، له شرمه د میاشتیني عادت په اړه خبرې نه کوي.

د نجونو لپاره پېغلتوب په دې مانا هم دی چې میاشتنی عادت یې راځي. دا حالت به د یوې بلې ټولنې نجونو ته ښايي زیری وي، لېکن افغانو نجونو ته یو ناڅاپي جنجال او شرم دی.

شبنم راته کیسه کړه:

"څلورم صنف کې وم. کمیس مې نیلي او پرتوګ مې سپین وه. تختې ته پورته شوم چې درس تشریح کړم. پام مې شو چې ټول ټولګی یو بل ته ګوري. موږ هلکان او نجونې ګډ وو. ماته مې پرتوګ لوند رالګېده خو نه پوهېدم چې ولې. ښوونکې مې تندی تریو کړ. په لږ لوړ غږ یې وویل چې د باندې ووځم. زما له سهاره نس خوږېده. خوا مې ګرځېده او هسې ژړا راتله. اوښکې مې سترګو کې راټولې شوې. د ټولګي د دروازې شاته مې د څټ لمنې ته پام شو چې په وینو ککړه ده. نږدې و زړه مې درېدلی وای. معلمه مې راووتله. له لاس یې ونیولم. تشناب ته یې کش کړم. راته ډونګېده. ویل غټه ښځه یې ځانته پام نه کوې. د ښځو نوم دې بد کړ. اوس به دا هلکان څه وايي؟ خو زه نه پوهېدم چې دا څه دي؟ ما سلګۍ وهلې. ښوونکې مې ټونګې راوکولې."

شبنمې ته یې نه مور څه ویلي و، نه ښوونکې ور یاده کړې وه. د شبنم په باور مور یې ډارېده چې لور به یې سپین سترګې شي. یا دا چې له مور سره هم څوک نه و پرې غږیدلي او چې کله ورپېښه شوې وه خپله پوه شوې وه. نو لازمه یې نه ګڼله چې لور ته دا خبره وکړي.

خو پر دې موضوع آن د ښوونځیو درسي نصاب کې هم بحث نه دی شوی. یوازې د دولسم ټولګي د بیولوژي د مضمون یوه څنډه کې یاده شوې.

ښوونکیو ته هم فرصت او پلمه نه موندل کیږي چې خبرې پرې وکړي.

نجونې د انځور حقوق Getty Images
Image caption یونیسف اوس په یو شمېر ښوونځیو کې د پوهاوي پروګرام پيل کړی

یوه نوې هیله:

خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په یو شمېر محدودو ښوونځیو کې دا کیسه په بدلېدو ده:

تورپېکۍ مومند د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونځیو د زده کړو د پراختیا د ریاست مشره ده. نوموړې راته وویل:

"د یونیسف په همکارۍ مو په دې اړه د عامه پوهاوي یو پروګرام پیل کړی. موږ یو دوه ښوونکې روزو. بیا هغوی له زده کوونکیو سره په دې اړه غږیږي"

یونیسف ځینې وړې رسالې هم چاپ کړې. د دې رسالو یو کتابګوټي کې د میاشتني عادت په اړه مالومات او لارښوونې شته، او نجونو ته ور ښیي چې څرنګ ځانته پام وکړي.

دا مواد یوازې هغو ښوونځیو کې ویشل کیږي چې د یونیسف اداره یې چلوي او مشري یې کوي.

خبره یوازې د نجونو تر ناپوهۍ یا ناخبرۍ نه ده محدوده، بلکې دوی له نورو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.

زاهده ستانکزۍ د یونیسف د همدې پروژې مدیره ده. نوموړې راته وویل چې ډېرې نجونې د میاشتني عادت له کبله په زده کړو کې ښې لاسته راوړنې نه لري. هغې زیاته کړه چې نجونې د میاشتیني عادت په ورځو کې شرمیږي او ځانونه ګوښه کوي.

نجونې همدا رنګه زړه نه ښه کوي چې د ټولګي په بحثونو کې ګډون وکړي. یوازې دا نه بلکې د غیر حاضري کچه یې تر۲۹ سلنو رسي.

اوږۍ (بدل نوم) د نهم ټولګي زده کوونکې ده. راته یې وویل چې د میاشتیني عادت په لومړیو دریو ورځو کې بیخي ښوونځي ته نه ځي. وایي درد یې ډېر وي، حوصله یې کمه وي. او په ښوونځي کې یې مناسب تشناب نه شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي پروګرام په محدود ښوونځیو کې پيل شوی.

تورپېکۍ مومند راته وویل چې میاشتینی عادت د ښوونځي په نجونو کې یوازې د غیر حاضرۍ لامل نه کېږي، بلکې کابو نیمايي نجونې له لومړي وارې میاشتني عادته وروسته ښوونځی پریږدي یا ترې ایستل کیږي.

نوموړې د دې ستونزې دوه جلا دلیلونه په ګوته کړل.

لومړی دا چې ډېری ښوونځیو کې اسانتیاوې نه شته. نه پاکې اوبه، نه تشناب او نه نور د اړتیا شیان.

دوهم کلتوري ذهنیت دی، چې وایي د میاشتیني عاد له پيلېدو وروسته نجلۍ پېغله ده. په کور دې کیني یا دې واده شي.

که څه هم د پوهنې وزارت او یونیسف د عامه پوهاوي هڅې پیل کړې، دې وروستیو کې د روغتیا وزارت لخوا په ټلویزیونو هم په دې اړه ځینې اعلانونه خپریږي.

خو دا چې د نجونو د بدن دا طبیعي بدلون به کله د دوی د زده کړو او ښه ژوند تر منځ نور خنډ نه وي، وخت به یې راوښيي.

ورته مطالب