په مورنۍ ژبه زدکړه؛ د ماشومانو حق چې نه ور کول کېږي

.

د افغانستان د اساسي قانون له مخي په مورنۍ ژبه زدکړه د افغانانو حق دی، خو د دغه هېواد د بېلابېلو سیمو زرګونه ماشومان په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه زدکړو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان شمال ختیځ بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې د دري ژبې ترڅنګ پکې د پښتو اوزبیکی او ترکمني ژبو ویونکې ژوند کوي.

ما ددغه ولایت د چمتال او دولت اباد ولسوالیو څو ښوونځیو ته سر ورښکاره کړ او ومې لیدل چې د سیمې ماشومان په ښوونځیو کې په دویمه ژبه لیک لوست کې لویې ستونزي لري.

د بلخ په ځینو ولسوالیو او په ځانګړي توګه ځینو کلیو کې یوازې د یوې ژبې ویونکي مېشت دي.

* د څو ژبو ویلو ګټې

* مورنۍ ژبه د انسان د پېژندنې مهمه برخه

* ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

د چمتال ولسوالۍ د چمتال کلی چې له مزارشریف ښار څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې پروت دی،۹۰ سلنه اوسیدونکې یې پښتانه دي.

خو د کلي په مرکزي لېسه کې چې څه باندې ۴۶۰۰ نجوني او هلکان زده کړي پکې کوي، د تدریس چاره د زدکوونکو په مورنۍ ژبه نه او ان دا چې ټول ښوونکي یې دري ژبي دي.

زه د دې لېسې له لومړي تر اومه څو ټولګیو ته ورغلم.

کله مې چې د لومړي او دویم ټولګي له زدکوونکو سره په دویمه ژبه (دري) ستړي مشي کوله، دوی نه پوهېدل.

د دویم ټولګې ۷ کلنو او۸ کلونو ماشومانو د کتاب په سرکې ملي سرود په شوق وایه او کله چې شپږم ټولکې ته ورغلم یوه پښتانه ښوونکې شریف الله رنځورمل زدکوونکو ته درس ژباړه او ورته ویل یې (اجسام زنده یعني ژوندي موجودات)

په بل ټولګي کې دري ژبي ښوونکي هڅه کوله شاګردانو ته یې د ساینسې مضامینو ورځنی درس وژباړي.

د شپږم ټولګي د ساینس صحت او محیط زیست له کتاب څخه مې د ورکول کېدونکي لوست ۳ لغاتونه (ورید، قلب او هضم) له دوه څلویښت زده کوونکو وپوښت، خو څلوېښت ېې په ځواب پوه نه شول.

مورنۍ ژبه اسانه ژبه

یو زدکوونکي مصطفی راته وویل، دوی په کور کې له مور او پلار سره او په کوڅه کې له خپلو همزولو سره په پښتو غږیږي او د لوبو پر مهال پښتو وایې، خو که یې کتابونه هم پښتو وای، د زده کولو ستونزه به یې کمه وه.

په مورنې ژبه د کتابونو او تدریس د نشتوالي ستونزه د افغانستان په بېلو برخو کې او له دې امله ډېره جدي برېښي چې ان د لوړو ټولګیو زدکوونکې په دویمه ژبه سم لیک لوست نه شي کولی.

بله بیلګه چې ما ولیدله د مزار له ښار څخه ۵۷ کیلومتره لیرې د دولت اباد ولسوالۍ د قرشي ګک او اولم ښوونځي وو.

د اولم ۹۰ سلنه زدکوونکي په ترکمنۍ ژبه خبرې کوي، خو یوازي یو مضمون د ښوونځي زدکونکو ته د دوی په مورنۍ ژبه تدریس کیږي او نور ټول کتابونه يې په دري ژبه دي چې د دوی لپاره دویمه ژبه ګڼل کېږي.

قرشي ګک د اولم په خوا کې پروت بل کلی دی چې اوسېدونکي یې تر ډېره اوزبیک او په اوزبیکي ژبه خبرې کوي.

قرشي ګک ښوونځي یوې زدکونکې امیدې بي بي سي ته وویل، په بله ژبه سمي زده کړي نشي کولی، خو په مورنۍ ژبه هر څه ښه زدکولی شي:

"زما د مور او نیا ژبه ماته تر ټولو اسانه ژبه ده"

ژبپوهان وایې په مورني ژبه د زدکړو نشتوالی پر زدکوونکي لویې منفي اغیزی لري.

افغان چارواکی او لیکوال غفور لېوال وایې، په مورني ژبه د زدکړي حق تر هویتي او سیاسي اړخه ډېر پیداګوژیک او علمي دی.

ښاغلی لېوال زیاتوي، د تعلیم او پیدا ګوژیکو اصولو پر بنسټ، لومړني زدکړې په مورنۍ ژبه اسانه ترلاسه کېدلی شي.

د بلخ د پوهنې ریاست وايې، په سیمه کې یو شمېر مېشتو ژبو ته کتابونه لري، خو په ښوونځیو کې په دغو ژبو پوه ښوونکې نه لري او کم دي.

دا مهال په بلخ ولایت کې څه پاندې نیم میلیون زدکوونکې په زدکړو بوخت دي چې نږدی نیمایي یې نجوني دي، خو دا چې کله به ټول زدکوونکې وکړای شي په مورنې ژبه زده کړو ته لاسرسی ولري لا یې په اړه وړاندوینه ستونزمنه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب