د ننګرهار په مومندره کې بيا ښوونځي ته اور اچول شوی

Image caption په اور کې له اووم تر دولسم ټولګي د زده کوونکو اسناد هم سوځېدلي دي.

نامعلومو وسله والو تېره شپه ( دوشنبه د وري ۲۱مه) د ننګرهار مومند درې ولسوالۍ (هزارناو لېسې) ته اور اچولی دی. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، نامالوم وسله والو تېره شپه دوې بجې د ښوونځي ودانۍ ته ور ننوتلي، څوکيداران یې تړلي او بيا يې د ياد ښوونځي اداري خونې ته اور ورته کړی.

د ننګرهار د پوهني ادارې مشر حسيب الله شينواري بي بي سي ته وويل، پېښه کې یوازې د ښوونځي اداري خونه او هلته شته اسناد سوځيدلي دي.

"تېره شپه دوه بجې څو نامالوم وسله وال ښوونځي ته ور ننوتلي، څوکيداران یې تړلي او هلته يې د ښوونځي ادارې ته اور اچولی، خو یواځې په کې د ښوونځي اداري خونه او هلته یو شمېر اسناد سوځيدلي."

د پوهنې ځايي مسوولین زياتوي، د پېښې د څرنګوالي لپاره سيمې کې پلټنې پيل شوې دي.

ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي، په اور کې له اووم تر دولسم ټولګي د زده کوونکو اسناد هم سوځېدلي دي.

د دې ولسوالۍ یو قومي مشر اميرخان بي بي سي سره خبرو کې وويل، په سيمه کې يې په څو ځلي د ښوونځيو سوځېدو پېښو دوی اندېښمن کړي او په دې تړاو يې قومي ناستې روانې دي چې وکولی شي په سيمه کې د زده کړو پر بهير د بدې اغېزې مخه ونيسي.

"موږ هم دې پېښو اندېښمن کړي يوو. دا خو دلته د زده کړو پر بهير بدې اغېزې لري، حيران یوو دا څوک کوي؟ کومه ډله يې هم په اړه څه نه وايي. په دې تړاو د قومي مشرانو ناستې روانې دي، څو مخينوي کې مرسته وکړو او حل لار ورته ولټوو."

د ننګرهار رسنيز دفتر بيا په خپره کړې اعلاميه کې دا د وسله والو طالبانو کار يادوي، خو دې ډلې په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

یاده لېسه چې په سيمه کې له لسګونو کلونو راهيسې فعاله ده، شاوخوا دو نيم زره زده کوونکي په زده کړو په کې بوخت دي چې تر دریم ټولګي پورې۳۵۰ وړې نجونې هم په زده کړو بوختې دي.

Image caption پخوا هم ناڅرګندو وسله والو د ایمل خان لیسې ته اور اچولی و.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې، دا دویم ښونځی دی چې په مومند درې ولسوالۍ کې سوځول کیږي. له دې وړاندې د ايمل خان د نجونو او هلکانو لېسې ته هم اور اچول شوی و.

د ځايي چارواکو په وينا په دې لېسه کې هغه مهال د کتابونو د ساتنې يوه خونه بشپړه سوځېدلې وه، چې په کې شاوخوا څلوېښت زره د مخکني او نوي نصاب د لوست کتابونه او درې سوه د قرانکريم نسخې سوځېدلې وې.

مومنددره د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې ډيورند کرښې سره نښتې ده. په ټول ننګرهار کې ۹۰۲ ښوونځي شته چې ۱۲هغه یې په هسکې مېنې او اچین ولسواليو کې د ناامنیو او ګواښونو له امله تړلي دي. دلته د زده کوونکو شمېر شاوخوا اته سوه زره ښودل کېږي چې دونيم سوه زره هغه یې نجونې دي.

اړونده مطالب