بحث: د ثور کودتا ولې رامنځ ته شوه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بحث: د ثور کودتا ولې وشوه

دا اونۍ په افغانستان کې د ثور د کودتا ۴۰ کاله پوره کېږي. دې اوښتون ته د پلویانو او مخالفینو لخوا په بېلابيل ډول کتل کېږي. ډېری منتقدین دا کودتا د افغانستان د پېښو اصلي سبب ګڼي. پلویان یې بیا انقلاب ګڼي چې په وینا یې ټولنې لپاره یې د پرمختګ پراخ پروګرامونه درلودل.

په دې اړه د ځانګړو پروګرامونو په لړ کې نن اونیز بحث کې په دې غږېږو چې دا اوښتون ولې او څنګه رامنځ ته شو، د افغانستان په وضعه یې اغېز څه و، له امله رامنځ ته شوو بدلونو ته څنګه کتل کېږي، ایا وخت ورته برابر او افغان ټولنې یې اړتیا درلوده .

دا او نورې پوښتنې د پخواني وطن ګوند غړی اصف بکتاش، په پاکستان کې د افغانانو د هجرت پرمهال د حزب اسلامي د فرهنګي ریاست غړی او اوس د ویسا خپرونې مسول مدیر زبیر شفیقي او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ شینوارې سره څېړو.

اړونده مطالب