نجیبه لېمه ۴۰ کاله وړاندې د ثور اوومه ور یادوي

زېری
Image caption پلارمې یو لیک وکښه او پټ یې زما ورور هارون ته ورکړ چې د هغه د ملګري غلام دستګیر پنجشیري و کور ته یې وروړي. (له کیڼ لور صالح محمد زېری او زوی یې هارون)

د ۱۳۵۷ کال د غوایي شپږمه نېټه وه. د کابل په خير خانه کې مو د نوی کور خټې ایله خلاصې شوې وې. کور مو رنګ کړې و، ټوله په یوه کوټه کې ویده وو څکه نورو کوټو د رنګ بوی ورکاوه.

نیمه شپه وه د کور ور په زوره وټکېد، پلار مې پوښتنه وکړه چې څوک یې؟ هغوی ځواب ورکړ چې پولیس یوو او تلاشۍ ته راغلي یوو. پلار مې وویل، پولیس نو ولې په نیمه شپه تلاشي کوي؟ سهار راشئ. د کوڅې نه غږ وویل: کور مو چارچاپیره محاصره دی وتلای نشئ.

سهار شو، دوه جګ افسران زموږ کورته راغلل، یوه پاړسي ویله یوه پښتو. زما له پلارسره یې کلک روغبړ وکړ. يوه وویل: زیری صیب موږ به ستاسو کور ولټوو. پلار مې په ورین تندي ورته وویل مهرباني وکړئ.

پولیسو د کور لټون پېل کړ، زما نانځکې په یوه بکس کې پرتې وې، د کور د رنګولو له امله مور را ټولې کړې وې. پولیسو بکس پر مځکه خالي کړ او ما ورته په ځیر کتل چې ناوکۍ مې ماتې نشې.

يو ځای مې ولیدل چې پولیسو د بابک کتابونه په بوجیو کې اچولي او له کوره یې باسي، ما د کور له دویمه پوړه لاندې وکتل، ډیر خلک زموږ پر کور راټول وو او ننداره يې کوله.

پلار مې هغه پاړسي ژبي ته وویل چې ولې پولیسو کتابونه په بوجیو کې اچولي؟ هغه وویل، ولې تاسو له بوجیو سره مخالف یاست. پلار مې په ځواب کې ورته وویل: تاسو زما له کوره کتابونه وړي، نو د کتاب په څېر یې وباسئ چې ټولو ته ښکاره شي.

افسر یوه پولیس ته په لوړ غږ وویل: سر دست کتاب ها را ببرین.

زه او ورور مې هارون چې تر ما یو کال مشر دی په سرای کې له ببو سره ناست وو. زما د پلار مور، ببو تسبیح ژر ژر تر ګوتو لاندې تېرولې. د نور وخت پرتله یې غږ یو څه لوړ و، هغې په تکرار سره هم دغه ویل چې یا غفار، یا ستار، یا رحیم، یا کریم.

د ببو دغه راز غږ به تل زه بېرولم، څکه د یوه نا ارامه حالت نښاني وه. زما زړه یو ژور غم ونیو، هغه وخت مې په یاد شو چې بابک پنځه نیم کاله بندي وو. د ظاهر شاه د ټاکنو په دوره کې زما پلار ځان د کندهار په استازیتوب پارلمان ته کاندید کړی و او اوږده انتخاباتي مبارزه یې هم په بریالۍ توګه ترسره کړې وه.

پلار مې د طب ډاکټر و او د خپل کمپېن یوه خبره یې هم دا استدلال و چې څرنګه چې په طب کې وقایه تر درملنې ښه ده او د ناروغۍ نه وړاندې باید واکسین وشئ، هم داسې د ټولنې د رغولو لپاره باید مبارزه وشي وږو ته ډوډۍ پیدا شي، ولایتونو ته پاملرنه وشي او ځوانانو ته کار پیدا شي.

خو د ټاکنو له ورځې نه مخکې مخفي پولیسو چې شخصي جامې یې اغوستې وې زما پلار د کابل - کندهار پر لویې لارې ونیو. پلار مې هم دومره توانېدلی و چې په لوړ غږ ناره وکړې او ووایی "ډاکټر صالح محمد زیری یم او پولیسو ونیولم ". د خلکو دغه ډک موټر خبر کندهار ته رسولی و. پلار مې پنځه نیم کاله په کندهار کې بندی و او په دې ټول وخت کې موږ دوه ځلې کندهار ته په ورتګ و توانېدلو چې زما یې یو ملاقات په یاد دی.

Image caption ببو او مور راډیو ونیوله د لومړی ځل له پاره مې د اټن نغمې په راډیو کې واورېدې. (له کیڼ اړخه نجېبه لېمه او مور یې)

د غوایي په اوومه د پولیسو له تلاشۍ نه وروسته، بابک ساعت له لاسه لیرې کړ، هارون یې پر سر ښکل کړ او دواړه لاسونه هغه پښتانه افسر ته په داسې شکل ونیول چې ولچک یې کړي. افسر موسکې غوندې شو او وې ویل "ډاکټر صیب موږ امر ثاني ته سترګې په لاره یوو. "

زما زړه شړک ولوېد، نه پوهیدم چې دا امر ثاني څه دی، ببو ته مې ور وځغستل، هغې راته وویل، په عربي کې ثاني دوهم ته وایي. پوه شوم چې لا بابک نه بیایي.

پلارمې یو لیک وکښه او پټ یې زما ورور هارون ته ورکړ چې د هغه د ملګري غلام دستګیر پنجشیري و کور ته یې وروړي، هارون د ډوډۍ د رانیولو په بهانه له کوره ووت او له هغې خوا یې حال راوړ چې د ګوند ډیر مشران نیول شوی وو.

Image caption کله چې پولیس کور ته ننوتل زه او ورور می هارون چې تر ما یو کال مشر دی په سرای کې له ببو سره ناست وو. (له کیڼ اړخه هارون او انا یې، ببو)

پلار مې د خلق د ډیموکرټیک ګوند د لوړ پوړو غړو څخه و، هغه شپه چې زموږ کور ته پولیس په نیمه شپه راغلي وو په هم هغه شپه یې د ګوند مشر نور محمد ترکي له نورو مشرانو سره نیولی و.

کله چې کلونه وړاندې بابک بندي و نو نور محمد ترکی به هره چهارشنبې زموږ کور ته راتله او د ببو سره به يې مجلس کاوه. هغه به هرو مرو مېوه راوړله . زما او هارون سره یې ټوکه دا وه چې ویل به یې غاښونه مو موږک خوړلي او موږ به کړک کړک خندل.

د خلق او پرچم د ګوند د وحدت نه وروسته مې ببرک کارمل هم لیدلی و. ډاکټر نجیب الله چې زما تر پلار کشر و هغه وخت د عسکرو په شان ماشي رنګه جامې اغوستې او د لویو غونډو پرمهال به د بابک تر شا ولاړ و او څوک به يې نه پرېښودل چې په غونډو او مظاهرو کې مشرانو ته تاوان ورسوي.

هغه شپه پولیسو زموږ له کور سره یو بل ډاکټر صالح په غلطۍ سره بندي کړی و، ځکه خو د بابک بندي کېدل ځنډېدلي وو.

د ثور پر اوومې مې پلار له عسکرو نه غوښتنه وکړه چې هارون او ما مکتب ته پرېږدي. ما نه غوښتل چې مکتب ته ولاړه شم، خو بابک واستولم، په زړه کې مې راګرځېدل چې که ولاړه شم او دوی بابک بوځي زه به څه کوم.

د غرمې شاوخوا وه چې زموږ یو ښوونکی چې سترګې یې تکي سرې شوې وې، زموږ ټولګي ته راغی او په لوړ غږ يې وویل: برابر کورونو ته ولاړ شئ. موږ له مکتبه راووتلو، پر لارې مې د لومړي ځل لپاره د جیټ تیارې ولیدې چې تر غږ چټکې وې اول مې الوتکه ولیده بیا مې غږ واورېد.

کور ته په ځغستا ولاړم، دروازه مې وټکوله، مور دروازه راخلاصه کړه، بابک لا پر کور و.

زموږ کور دوې دروازې درلودې. د عمه زوی مې سید انور شاه، زموږ کور ته راغلی و، په دروازه کې ولاړ پولیس دننه نه پرېښود، ددوی د ناندریو په اورېدلو سره د دویمې دروازې پولیس ورمنډه کړه او بابک له همدې فرصت نه کار واخیست او د سترګو په رپ کې له کوره ووت. بابک خورا چټګ تګ درلود، ما له دویم منزله ورته کتل چې څنګه په چټکۍ راڅخه لیرې شو.

څو ساعته وروسته ببو او مور راډیو ونیوله د لومړی ځل لپاره مې د اټن نغمې په راډیو کې واورېدې، د اتڼ هغه نغمې چې وروسته زما او ډېرو نورو په ذهن کې د هر بدلون د راوستلو نښه شوه. مور او ببو په لوړ غږ دغه یوه دعا تکرار تکرار ویله چې پاکه خدایه په اور او اوبو کې یې وساتې. ‎

ماښام مې اکا زموږ کور ته راغی او وروسته له یوه ډک موټر سره بابک کور ته راغی. پر بابک ډېر خلک راټول وو. په سبا یې ما د اخبار پر لومړي مخ د بابک عکس ولید چې لاندې یې د هغه له نوم سره لیکلي وو، د زراعت وزیر.

له هغې ورځې څلویښت کاله تېر شوي، کورنۍ مو له ډیرو نورو سختو ورځو نه هم تېره شوه، د جدې پر شپږمه د ولسمشر حفیظ الله امین په کور کې زموږ شتون، د حفیظ الله امین او د هغه د دوو زامنو د وژل کېدو لیدنه او وروسته په ۱۳۷۳ کې د مجاهدینو له خوا د کابل د نیولو نه وروسته زما د مور، ۱۲ کلن ورور او ۸ کلنې خور وژنه.

یو وخت بابک یوعکس را ښکاره کړې و، په عکس کې تر اغزنو سیمونو تر شا سپېره مخونه ولاړ وو. په یاد مې دې چې بابک ورسره را ته ویلې وو، دا د فلسطین مظلوم خلک دي چې څلویښت کاله يې په جنګ کې تېر کړي.

هغه وخت څلویښت کاله راته خورا ډېر وخت برېښېدلی و، خو دا دی نن مې پرخپلې خاورې دا لیکنه وکړه.

د پوهې د رڼا د راتلو او د توپیرونو له منځه تلو په هیله.!

اړونده مطالب