سعودي د افغان سولې په اړه د نړیوال کنفرانس کوربتوب کوي

بیرغونه د انځور حقوق EPA
Image caption د سولې عالي شورا وايي، د ټاکل کنفرانس د لومړني چمتووالي لپاره له افغانستانه یو پلاوی هم سعودي ته رسېدلی دی.

سعودي عربستان د افغانستان د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو د اجماع کوربتوب ته چمتووالی ښودلی.

ټاکل شوې په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړه د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس په راروانې جولای میاشت کې سعودي کې جوړ شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د دې شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک په مشرۍ یو پلاوی هم سعودي رسېدلی دی.

افغان حکومت سعودي ته د داسې هېواد په سترګه ګوري چې ښايي په افغان سوله کې ښه مرسته وکړای شي.

د سولې عالي شورا وايي، د ټاکل کنفرانس د لومړني چمتووالي لپاره له افغانستانه یو پلاوی هم سعودي ته رسېدلی دی.

د یادې ادارې ویاند احسان طاهري وايي، یاد پلاوي د عربستان او اسلامي هېوادونو د سازمان د مرکزي دفتر له چارواکو سره لیدلي او په دې صلاح شوي چې د راروانې جولای میاشت کې د عالمانو دا اجماع به د سعودي په کوربه توب وشي.

ولسمشر غني همدا څه موده وړاندې په کابل کنفرانس کې طالبانو ته د سولې نوي وړاندیزونه وکړل، خو طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د ځواب نه ورکولو ترڅنګ د "خندق" په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.

اوس افغان حکومت غواړي د سولې موضوع د اسلامي نړۍ د عالمانو له نظره تېره کړي او په دې تړاو د عربستان رول هم اغېزمن او لوړ ګڼي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د سولې او مذاکراتو لپاره ملي اجماع، د سیمې او نړۍ په کچه سیاسي او دیپلوماتیکې هڅې کړې دي، خو اوس اړ دي چې د نړۍ په کچه اجماع وکړي.

همدارنګه یادې ادارې بي بي سي ته وویل، را تلونکي اونۍ به یو پلاوی اندونیزیا ته لاړ شي او هلته به د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان او اندوزنیزیا په ګډون درې اړخیز کنفرانس ته لومړنی چموتوالی ونیسي.

ورته مطالب