کابل کې د داعش بریدونو د خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان وژلي

د افغانستان پلازمېنې کابل شش درک سیمه کې دندو ته د مامورینو د تګ پرمهال ګهیځ دوې چاودنې شوي چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دواړو بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې خبریالان او پولیس هم دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل: "له موږ سره چې کوم معلومات دي، ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې نهه خبریالان او څلور پولیس دي."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په نننیو بریدونو کې د اتو خبریالانو د وژل کېدو او د شپږو نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، په وژل شویو کې لږترلږه نهه خبریالان او اته پولیس دي.

د کابل برید د وژل شویو شمېر ۷۰ ته پورته شو

خوست کې د بي بي سي خبریال احمد شاه وژل شوی

داعش د کابل ځانمرګي برید مسوولیت منلی

کابل کې ځانمرګي برید '۹' کسان وژلي دي

اې ایف پي خبري اژانس ویلي، د ۱ تلوېزیون دوه خبریالان، د طلوع نیوز تلوېزیون یو خبریال او د جهان تلوېزیون یو خبریال هم په وژل شویو کې دي.

په وژل شویو کې د اې ایف پي خبري اژانس یو افغان عکاس شاه مری هم دی.

پېښه کې ۹ وژل شوي خبریالان او فوټوژورنالیستان

نوم رسنۍ
شاه مری فیضي اې ایف پي
یار محمد توخی طلوع تلوېزیون
غازي رسولي ۱ تلوېزیون
نوروز علي خموش ۱ تلوېزیون
عبادالله حنانزی ازادي رادیو
محرم درانۍ ازادي رادیو
سباوون کاکړ سباوون کاکړ
علي سلیمي مشعل تلوېزیون
سلیم تلاش مشعل تلوېزیون

له لومړۍ چاودنې وروسته په هماغه سیمه کې ۱۵ دقیقې وروسته دویمه چاودنه هم شوې.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مشر مجیب خلوتګر منلې چې په ننني برید کې د بېلابېلو رسنیو اته خبریالان او عکاسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ سلاکار حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په مټ دا برید کړی.

چاودنه ګهیځ شاوخوا اته بجې داسې مهال شوې، چې خلک خپلو دندو او زده کوونکي ښوونځیو ته روان وو.

کابل کې یو لوړپوړی روغتیايي چارواکی وايي ډېری وژل شوي ولسي وګړي دي، چې په وژل شویو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دویمه چاودنه کې هغه کسان په نښه شوي، چې د لومړۍ چاودنې صحنه کې وو

برید پر ځايي وخت ګهیځ شاوخوا اته بجې په هغه سیمه کې شوی، چې د ملي امنیت دفترونه، د ناټو قومنداني او د امریکا سفارت ورڅېرمه پراته دي.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د کابل بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

"اسلامي دولت"

د برید مسؤولیت "اسلامي دولت" نومې ډلې منلی، چې وايي، د برید موخه یې کابل کې د ملي امنیت "۹۰ ریاست" و، چې په وینا یې ۱۱۰ کسان پکې وژل شوي او ټپيان دي.

د روانې اپرېل میاشتې لومړیو کې کابل کې د پېژندپاڼو د وېش پر یوه دفتر ځانمرګي برید کابو ۶۰ کسان ووژل او ۱۱۹ نور یې ټبیان کړل، چې مسؤولیت یې "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پرغاړه واخیست.

دغه ډله او وسله وال طالبان په افغانستان کې فعال دي.

د فرانسې خبري اژانس(اې ایف پي) پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، کابل کې یې د عکاسانو مشر شاه مری په برید کې وژل شوی. خبریالان هلته د لومړي برید د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، چې ددوی په منځ کې دویمه چاودنه وشوه.

تېره اونۍ وسله والو طالبانو د "خندق" په نوم عملیات پیل کړل، چې وايي بهرني ځواکونه به پکې په نښه کوي.

شش درک سیمه د کابل له زرغونو سیمو ګڼل کېږي، چې په تېرو څو میاشتو کې د پلي کسانو له خوا هلته څو بریدونه شوي.

غبرګونونه

کابل کې د خونړي برید له کبله افغان ولسمشر محمد اشرف غني پروان ولایت ته خپل سفر ځنډولی دی.

په ورته وخت کې د خبریالانو د مصونیت کمېټې د کابل بریدونو کې د ځینو خبریالانو په ګډون له وژل شویو کسانو سره غمشریکي ښودلې ده.

دغې کمېټې ویلي، د لومړنیو رپوټونو له مخې، په دې بریدونو کې اته خبریالان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ننني برید غندلو سربېره دا "د ولسي وګړو پرضد د سیستماتیکو بریدونو ډېروالی" بللی.

اجراییه مشر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی.

د کابل په دې سیمه کې د نورو هغو پرتله ډېر امنیتي تدابیر نیول شوي وي. د چاودنې سیمې ته څېرمه د ملي امنیت بنسټونه او د ناټو قومنداني هم ده.

د روان کال فبرورۍ وروستیو کې یوه ځانمرګي بریدګر په همدې سیمه کې دوه کسان ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

څو اونۍ وړاندې په همدې سیمه کې یوه بل بریدګر څو کسان ووژل او ټپیان کړل.

ورته مطالب