د بي بي سي خبریال احمدشاه خوست کې خاورو ته وسپارل شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د احمد شاه د جنازې مراسم

د بي بي سي د ځوانیمرګ خبریال احمدشاه جنازه نن (سه شنبه) د خوست په متون کې د ارواښاد په پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شوه. احمدشاه تېره ورځ خوست ښار ته نژدې ناپېژانده وسله والو وواژه.

د نوموړي مړی د متون په ابش خېلو هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د دوه زرو په شاوخوا کې کسانو ګډون کړی و چې فرهنګیان، لیکوالان، ژورنالستان او د نوموړي د کورنۍ غړي او خواخوږي وو.

په خوست کې خبریال سردار شفیق وایي، احمدشاه په خپلو راپورونو کې بې پرې توب او معیار ته ډېر پام کاوه او د ده په خبره، د ده وژنه به د بیان ازادۍ مخه ډپ‎ نه کړي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بي بي سي خبریال احمدشاه په وژنه کې دوی لاس نه درلود او پر دې پېښه خوابدي دي.

احمدشاه له تېر څه باندې یو کال راهیسې له بي بي سي پښتو سره دنده درلوده او د همکارانو په وینا یې، ډېر مسلکي او با استعداده خبریال و، چې د سیمې له حالاتو او پېښو یې کره او بې پرې رپوټونه ورکول.

د ارواښاد په جنازه کې د بي بي سي د ډاډګیرنې او خواشینۍ پیغام د لیکوال سپین روان نورزي له خوا ولوستل شو.

(انځورونه: د احمدشاه جنازه)

د بي بي سي خبریال احمدشاه نامعلومه وسله والو وژلی

د کابل برید کې د وژل شویو خبریالانو ژوندلیکونه

پيغام کې راغلي، بي بي سي ، د احمد شاه وژنه "یو ډېر لوی زیان بولي " او تر خپله وسه هڅه کوي په دې سخته شېبه کې د احمد شاه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.

د پکتیا د خبریالانو ټولنې مشر عبدالله مخلص وایي، د احمدشا کمی به په ټول سویل ختیځ زون کې محسوس وي.

د انځور حقوق SocialMedia
Image caption احمد شاه پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

د احمدشاه پلار معلم میرویس وایي، زوی یې له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او له مرګ مخکې کوم ګواښ هم نه و ورته شوی. معلم میرویس وایي، احمدشاه ته یې تل دا سپارښتنه کوله چې خپل کار کې بې پرې پاتې شي.

له پرون راهیسې د خبریالانو پر کورنیو د غم ټغر پروت دی، پرون کابل کې غبرګو ځان وژونکو بریدونو د عامو کسانو سربیره نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم ووژل.

په دغو خبریالانو کې درې تنه د ازادي راډیو کارکوونکي سباوون کاکړ، عبادالله حنان زی او محرم درانۍ، د طلوع تلویزیون کامره من یار محمد توخی، د اې ایف پي عکاس شامری فیضي، د ۱ تلویزیون کارکوونکي غازي رسولي او نوروز علي خموش او د مشعل تلویزیون کارکوونکي علي سلیمي او سلیم تلاش شامل دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بي بي سي د وژل شوي خبریال احمدشاه وروستی ویډیويي رپوټ

د دوی جنازې هم نن او پرون په بیلابیلو سیمو کې خاورو ته وسپارل شوې، پر خبریالانو شوی دغه مخامخ برید د افغانستان په تیرو څو لسیزو کې بې ساری یاد شوی او د چارواکو په ګډون د خبریالانو د دفاع کورنیو او بهرنیو بنسټونو په سختو ټکو غندلی دی.

د خبریالانو ملاتړو بنسټونو حکومت د خبریالانو په ساتنه کې په پاته راتلو تورن کړی او د رسنیو مسؤولینو ته یې هم د ملامتۍ ګوته نیولې چې د خپلو کارکوونکو خوندیتابه ته لازم ګامونه نه دي اوچت کړي.د بي بي سي د ځوانیمرګ خبریال احمدشاه جنازه نن (سه شنبه) د خوست په متون کې د ارواښاد په پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شوه. احمدشاه تېره ورځ خوست ښار ته نژدې ناپېژانده وسله والو وواژه.

ورته مطالب