۹۳ ښځینه څارنوالانې پر دندو وګومارل شوې

د انځور حقوق ARG
Image caption لویې څارنوالۍ ۹۳ ښځینه څارنوالانې پر دندو ګومارلي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، ۹۳ ښځینه څارنوالانې یې تازه پر دندو ګومارلي دي.

دوی د هغو ۲۴۲ څارنوالانو له ډلې دي چې د لویې څارنوالۍ په چوکاټ کې یې اته میاشتې تیوريکي او عملي زده کړې کړې دي.

دې ګومارل شویو څارنوالانو د ازموینې پړاو ترسره کړی او پر کابل سربېره به په ولایتونو کې هم پر دندو وګومارل شي.

د دغو ۹۳ نویو پر دندو ګومارل شویو څارنوالانو د پېژندنې په غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې حکومت به یې د قانون پلي کولو ته هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي وویل، افغان دولت غواړي د عدلي او قضایي بنسټونو په پیاوړي کولو سره دې موخې ته ځان ورسوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني وایي، څارنوالۍ نور د پیسو ګټلو مرکزونه نه دي

ولسمشر غني زیاته کړه، په تېر کې د څارنوالۍ ادارې د پیسو د موندلو مرکزونه و، خو له نویو ګومارل شویو څارنوالانو یې وغوښتل چې د پیسو موندلو فکر له ذهنه لرې کړي.

ښاغلي غني وویل، پر څارنوالیو یې ډېره پانګونه کړې او په خبره یې، تاریخ به یې دا هڅې د دولت لویه لاسته راوړنه وبولي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، دوی لومړی ۲۴۲ ښځینه څارنوالانو ته له ۶ تر ۸ میاشتو عملي او تیوریکي زده کړې ور کړې.

وروسته د یوې ازموینې له لارې له دې ډلې یوازې ۹۳ څارنوالانې دندو ته بریالۍ شوې.

څه موده وړاندې د افغان دولت د اداري اصلاحاتو کمیسیون داسې تګلاره اعلان کړه چې له مخې به یې تر ۲۰۲۰ کال پورې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه دېرش سلنې ته ورسیږي.

اوسمهال دا ونډه ۲۲ سلنه یادېږي.

د عدلي او قضایي ادارو د پیاوړتیا ژمنې په داسې حال کې کېږي چې دا مهال دهېواد په کچه خلک له دغو ادارو ناخوښه دي او وایي، چارې یې په اونیو- اونیو ځنډېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب