"تر نیمايي ډېر افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د اقتصاد وزیر هم مني چې بې وزلي او بې کاري ډېره شوې ده.

د افغانستان د مرکزي احصايې اداره وايي له ۵۴ سلنې ډېرو افغانانو په ۱۳۹۵ کال کې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کړی چې تر ۱۳۹۴ کال شپاړس سلنه ډېروالی ښيي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفا مستور د دې رپوټ د خپرېدو مراسمو کې وویل، د وروستیو شمېرو له مخې د بې وزلۍ کچه ۳۸ سلنه وه، خو نوي رپوټ کې ۵۴ سلنې ته پورته شوې ده.

د هغه په خبره، دا مانا لري چې له نیمايي ډېر افغانان له دوه زره شپږ سوو افغانیانو یا ۳۰ ډالرو کم عاید لري.

هغه دا هم وویل، چې افغانستان کې د بې کارۍ کچه هم له ۲۲ سلنې ۲۴ سلنې ته پورته شوې ده.

* 'د کابل هوا کې تور رنګه چتر پراخېږي'

* "د امریکا میلیاردونو ډالرو لاهم د افغانانو زړونه نه دي ګټلي"

د ښاغلي مستور په خبره، ناامني، سیاسي بې ټیکاوي، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو جنجال او د پانګونې کموالی د دې بد وضعیت مهم لاملونه دي.

"د اقتصادي ودې خرابوالی، د وګړو او اقتصادي ودې ترمنځ نا انډولي، د کورني تولید کموالی او پر وارداتو تکیا د دې وضعیت اصلي دلایل دي".

که څه هم ښاغلی مستور وايي، د بې کارۍ او بې وزلۍ د کموالو لپاره ۸۰ میلیون ډالر لګول شوي، خو اندېښنه ښيي، چې په روزګان کې د بې وزلۍ کچه ۹۵ سلنه او نورستان کې ۸۵ سلنه ده.

هغه په کابل کې د بې وزلۍ کچه ۲۴ سلنه وښوده.

د افغانستان د مرکزي احصایې مرستیال حسیب موحد وایي، دا شمېرې یې له ۲۱ زره افغان کورنیو سره په ۳۴ ولایتونو کې د مرکو له لارې ترلاسه کړې دي.

اصلي لاملونه

ر د انځور حقوق AFP

د هغه په خبره، د افغانستان اقتصاد نامنظم، نارسمي او بې قانونه دی. ډېری خلک کار د ژوندي پاتېدلو لپاره کوي.

نوموړی دا هم وايي، چې ډېر خلک لا هم کرونګر دي، ځکه ژمی د بې کارۍ کچه ډېرېږي او دوبی کمېږي.

ښاغلی موحد زیاتوي چې ۳۴ سلنه کلیوال افغانان او ۳۹ سلنه ښاري افغانان بې کاره دي.

* د ملي یووالي حکومت یو کلن کار، د سړو منځ کې ښځې

* م. م افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ حالت خواشينوونکی دی

د دې شمېرو له مخې کرونګرۍ کې ۴۴ سلنه، خدماتي برخه کې ۱۹ سلنه، کوچنۍ او لویه سوداګرۍ کې ۱۱ سلنه او له یو سلنې کم کسان د برېښنا او اوبو برخه کې په کار بوخت دي.

"۲۲سلنه کار ځواک مېرمنې او ۷۷ سلنه نارینه دي، دا ډېری ښځې هم په کرونګرۍ او تولیدي چارو بوختې دي".

د لوستو ځوانانو او مشرانو شمېر هم له ۱۳۸۴ تر ۱۳۹۵ نارینه وو کې له ۳۹ سلنې تر ۶۸ سلنې او مېرمنو کې له ۱۹ سلنې تر ۳۸ سلنې لوړ شوی دی.

لوست او روغتیا ښه کېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښځنیه او نارینه وو لوست کچه له ۳۱ سلنې ۶۳ سلنې ته پورته شوې ده.

په دې کلونو کې په ښځینه او نارینه وو کې د لوست کچه له ۳۱ سلنې تر ۶۳ سلنې پورته شوې ده.

روغتیایي مرکزونو ته د میندو لاسرسی ډېر شوی.

پر ۲۰۰۵ کال یواځې ۱۷ سلنه مېرمنو د روغتیايي کارمنانو په مرسته یا روغتیايي مرکزونو کې زېږون کاوه، خو پر ۱۳۹۵ کال دا کچه ۵۳ سلنې ته پورته شوې ده.

همدارنګه پخوا ۲۳ سلنه مېرمنې مېندوارۍ کې روغتیايي مرکزونو ته تللې، خو اوس دا کچه ۷۰ سلنې ته رسېدلې ده.

ورته مطالب