غني: د هغو افراطیانو مخنيوی باید وشي چې سياسي فضا ترينګلې کوي

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني وويل د افغانستان دښمنان د افغانستان د بې ثباتۍ هڅه کوي، د نفاق بحثونو ته لمن وهي، خلک او حکومت له اساسي مسلو څخه لېرې کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، خلک بايد د هغو افراطي کسانو چې د سياسي فضا ترينګلې کولو هڅه کوي مخنيوی وکړي.

نوموړي نن د افغانو ښځو نړيوال سمپوزیم ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت يوازې د اساسي قانون د پلي کولو له لارې راتلی شي.

نوموړي د وګړو د حقونو يوې ټولګې ته، چې په هغو کې مدني، سياسي، اقتصادي او فرهنګي حقونه شامل دي، په اشارې سره وويل چې د دغو حقونو ساتل د حکومت اصلي دنده ده.

نوموړي د فرهنګي حقونو په اړه وويل، هغه هويتونه او ژبې چې يادونه يې کېږي په اساسي قانون کې شته، او د متوازن پرمختګ پر اصل يې ټينګار شوی.

ده زياته کړه، "د نظام بڼه په اساسي قانون کې ټاکل شوې. د دې له مخې زموږ بحث پردې نه دی چې څه ډول اساسي قانون ولرو؟ دغه موضوع ټاکل شوې ده".

افغان ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د تېره اوونۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پيل وروسته د افغانستان اجراييه رئیس عبدالله عبدالله او ځينو نورو سياستوالو له دغه پروسې سره مخالف څرګند کړ او پر مشروعيت يې نيوکې وکړې.

پر دغې پروسې اعتراض کوونکي په پېژندپاڼه کې د ملت لپاره د "افغان" پر کليمې نيوکه کوي. په وروستيو ورځو کې په ولسي جرګه کې هم پر دې موضوع سختې خبرې وشوې. د ولسي جرګي ځينو غړيو د دولت بڼې بدلولو غوښتنه هم کوله.

ولسمشر غني په نننيو خبرو کې وويل، اوس د دولت دنده يوازې د اساسي قانون پلي کول دي. نوموړي پر ځينو سياستوالو نيوکې وکړې چې "سياست يې پر سوداګرۍ بدل کړی او د لوبې په توګه ترې ګټه اخلي".

د انځور حقوق Arg
Image caption ولسمشر غني په دې ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امن ټينګول يوازې د اساسي قانون د پلي کولو له لارې راتلی شي

ښاغلي غني وويل، د ښي او چپو افراطيانو بايد مخنيوی وکړو او فرصت بايد ور نه کړو چې سياسي فضا خرابه کړي" نوموړي زياته کړه "ځينې ډلې د سياسي اخلاقو پر خلاف له ازادۍ ناوړه ګټه پورته کوي او حقيقت سرچيه ښکاره کوي".

ولسمشر غني وويل "تفرقه اچول د اساسي قانون پر وړاندې يو لوی خنډ رامنځ ته کړی دی چې موږ خپل کور په خپله خرابوو... څاه کيندونکی په څاه کې لوېږي، باید د نفاق فرهنګ پای ته ورسېږي".

د نوموړي په باور د افغانستان دښمنان د افغانستان د بې ثباتۍ هڅه کوي، د نفاق بحثونو ته لمن وهي او خلک او حکومت له اساسي مسلو څخه لېرې کوي.

ورته مطالب