د افغان ټاکنو امنيت
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ټاکنو امنيت

افغانستان کې ټاکنو لپاره د نومليکنې پر مهال له يوې اونۍ مرګونو بريدونو وروسته، افغان حکومت ويلي يو نوی امنيتي پلان یې وړاندې کړی دی.

تر ټولو مرکونې پېښې يې کابل او بيا خوست کې وې، چې ټولټال ۸۵ کسان په کې ووژل شول، او نژدې ۱۶۰ نور په کې ټپيان شول.

د همدغو پېښو له امله افغان ولسي جرګې نن د حکومت امنيتي چارواکي پوښتنو ګروېږنو ته وربللي وو.