د ټاکنو نوم لیکنې بهیر ته ځانګړی امنیتي پلان جوړېږي

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، له دې پیښو په درس اخیستو یې د ټاکنیزو چارو روان بهیر ته نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی. د انځور حقوق BARMAK
Image caption د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، له دې پیښو په درس اخیستو یې د ټاکنیزو چارو روان بهیر ته نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی.

د رایه ورکوونې د نوم لیکونکو لپاره له یوې خونړۍ اونۍ وروسته، اوس حکومت د نوم لیکونکو خوندیتابه ته نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی.

په دې ترڅ کې تر ټولو خونړۍ پیښې په خوست او کابل کې وشوې چې دواړو ۸۵ تنه ووژل او نژدې ۱۶۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

د دې پیښو په غبرګون کې ولسي جرګې نن لوړپوړي امنیتي چارواکي استجواب کړل.

د وکیلانو او خلکو نیوکه دا ده چې له دې پیښو وروسته په عملي توګه د حکومت په امنیتي پلان کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

وکیلان پر روان وضعیت ډېر غصه دي او له استجواب شویو چارواکو سره یې د وضعیت د روښانولو لپاره ډانګ پېیلې خبرې وکړې.

تېره اونۍ د نوم لیکونکو د مرګ ژوبلې شمېر ټکان ورکوونکی و. خوست کې پرون په یوه جومات کې ځان مرګي برید ۱۷ تنه ووژل او ۳۷ نور یې ټپيان کړل.

یوه اونۍ مخکې بیا د کابل دشت برچي سیمه کې ورته برید ۶۹ تنه ووژل او ۱۲۰ یې ټپیان کړل.

نژدې درې اونۍ کېږي چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، په دې ترڅ کې په ننګرهار، بغلان، بادغیس او غور کې هم د نوم لیکنې مرکزونه په نښه شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption یوه اونۍ مخکې بیا د کابل دشت برچي سیمه کې ورته برید ۶۹ تنه ووژل او ۱۲۰ یې ټپیان کړل.

ډېری دغه مرکزونه په ښوونځیو کې دي، خو د ښوونځیو مسئولین وایي، له بریدونو وروسته د مرکزونو د امنیت ټینګښت هېڅ بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار په ختیځ کې د یوه ښوونځي آمر نصیر احمد ملازاده وایي، ښوونځي کې یې د نوم لیکنې نرینه او ښځینه څانګې شته، خو یوازې پنځه تنه پولیس یې خوندیتابه ته ګومارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، له دې پیښو په درس اخیستو یې د ټاکنیزو چارو روان بهیر ته نوی امنیتي پلان جوړ کړی دی.

نوموړي د ولسي جرګې په علني غونډه کې د دې پلان جزیات شریک نه کړل.

په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره شاوخوا ۷ زره مرکزونه ځانګړي شوي چې دا مهال یې څه باندې ۱۴ سوه د ولایتونو په مرکزونو کې پرانستي.

کابو اونۍ وروسته به څه باندې پنځه زره نور مرکزونه په ولسوالیو او کلیو کې پرانستل شي. اندېښنه داده چې ولسوالیو او کلیو ته د نوم لیکنې د بهیر غځول به دا لړۍ نوره هم زیان منونکې کړي. له دې ټولو ګواښونو سره ولسمشر او نور افغان چارواکي په غیر مستقیمه توګه له خلکو په کلکه او دولتي مامورینو فشار راوړي چې نوم لیکنه وکړي او له چا وېره ونه لري.

افغانستان کې د رایه ورکوونې پر شرطونو برابر کسان شاوخوا پنځلس میلیونه یادېږي، خو د ټاکنو کمیسیون وایي، تمه یې داده چې راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره تر ۷ میلیونو رایه ورکوونکو پورې نوم لیکنه وکړي، هغه شمېر چې تر اوسه پورې ۱۲ نیم لکو ته رسېدلی دی.

ورته مطالب