هلمند کې د ټاکنو بهیر په ملاتړ د بلک هاک چورلکې الوتنه

بلک هاک د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د بلک هاک هلیکوپټرو لومړنۍ جوپه تېر کال په تله میاشت کې امریکايي چارواکو د افغانستان پوځ ته وسپارله.

د افغانستان پوځ د امریکایي بلک هاک چورلکو کارول پيل کړل او د لومړي ځل لپاره یې جنوبي ولایت هلمند کې الوتنه وکړه. دغه الوتکې نهه میاشتې وړاندې د افغانستان امنیتي ځواکونو په واک کې ورکړل شوې او د پیلوټانو روزنه یې هم پیل شوه.

افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي؛ د بلک هاک چورلکو د الوځولو لپاره ۳۱ پيلوټانو خپله روزنه بشپړه کړې او تمه ده همدومره نور د ۲۰۱۹ کال تر سپرلي پورې وروزل شي.

په افغانستان مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي؛ افغان پیلوټانو د روزنې تر بشپړولو یوه ورځ وروسته، پرون د بلک هاک کارول پیل کړل او لومړنی ماموریت یې هم په جنوبي ولایت هلمند کې د روانو پارلماني ټاکنو پروسې په ملاتړ الوتنه وه.

د بلک هاک هلیکوپټرو لومړنۍ جوپه تېر کال په تله میاشت کې امریکايي چارواکو د افغانستان پوځ ته وسپارله.

تراوسه ۱۳ هلیکوپټرې افغانستان ته رسېدلې او د روان ۲۰۱۸ کال ترپایه هره میاشت دوه نوې هلیکوپټرې د افغانستان په واک کې ورکول کېږي.

امریکا څلور نورې بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورسپارلې

نورې بلک هاک چورلکې هم افغانستان ته ورسېدې

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت د هوایي ځواکونو قومندان جنرال فلیپ سټیوارټ ویلي؛ د نویو روزل شویو پیلوټانو په لاس د بلک هاک الوتنې، نوي نسل ته د مسوولیتونو لېږد او د افغانستان هوایي ځواک لپاره د یوه نوي پړاو پیل دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان چارواکو د بلک هاک الوتکو د سپارنې هرکلی وکړ

د افغانستان دفاع وزارت وړاندې ویلي چې د افغانستان د پوځ ټول تجهیزات ټانک او سپکې وسلې امریکایي دي او په امریکایي هلیکوپټرو د پوځ سمبالېدل کولی شي د دغو ځواکونو له همغږۍ سره مرسته وکړي.

ناټو ځواکونو هم د افغانستان امنیتي ځواکونو د مهارت، ټیکاو او پرمختیا لپاره بلک هاک هلیکوپټرې مهمې بللې دي.

د ناټو ځواکونو د خبرپاڼې له مخې د افغانستان هوایي ځواکونو قومندان جنرال محمد شعیب ویلي؛ د افغانستان ځمکني جوړښت او هوا ته په کتو بلک هاک د افغانستان لپاره ترټولو مناسبې هلیکوپټرې دي او په عصري ټکنالوژۍ سمبالې دي.

په پام کې ده د افغانستان هوایي ځواک، تر راتلونکو پنځو کلونو څه باندې ۱۰۰ نورې بلک هاک هلیکوپټرې ترلاسه کړي.

د انځور حقوق حقوقRSM
Image caption په پام کې ده چې امریکايي ځواکونه تر ۲۰۲۱ کال پورې ۱۵۹ بلک هاک چورلکې افغان حکومت ته ور کړي.

ناټو ویلي؛ بلک هاک هلیکوپټرې به په تدریج سره د روسي ام آی ۱۷ هلیکوپټرو ځایناستي شي.

د افغانستان حکومتي چارواکو ویلي؛ په دغه بهیر کې د ځنډ لوی لامل دا دی چې افغان پیلوټان یوازې له روسي سیسټم سره اشنا وو او پر روسیې د امریکا تر بندیزونو وروسته افغانستان نشوای کولی روسۍ چورلکې واخلي.

ورته مطالب