"بدلمني او په نشه يي توکو روږدېدل د اېډز لوی لاملونه دي"

فیروزالدین فیروز د انځور حقوق MOPH

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، بدلمني او په نشه یي توکو روږدېدل د اچ. آي. وي ویروس د لېږدېدو دوه لوی لاملونه دي. دا مهال څه باندې ۷ زره کسان افغانستان کې پر ایډز اخته دي. د عامې روغتیا وزارت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړی او ډېرې سترګې یې هم دیني علماوو ته دي.

د ایډزناروغۍ د ګواښونو په اړه خبرې، خو دا ځل د جهادي او مذهبي مشر عبد رب الرسول سیاف له خولې.

د عامې روغتیا وزارت وایي، مذهبي مشران او دیني علماء کولای شي په خپلو لارښوونو او تبلیغاتو د دغې ناروغۍ په مخنیوي کي ګټور رول ولوبوي.

ښاغلی سیاف هم مني چې د منبر غږ د نورو غږونو پرتله اغېزناک دی:

"طبیب او دعوتګر دواړه په یوه ټولنه کې د یوه بدن دوه سترګې دي. دعوتګر ته هم خدای ویلي، خلک د خدای لور ته نیکو کارونو ته راوبولئ. په نیکه طریقه یې وبولئ. ولې؟ ځکه که داسې نه وي نو دعوت برعکس پایله ورکوي."

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې اوه نیم زره کسان له اېډز ناروغۍ کړېږي، حال دا چې د دې ناروغۍ درملنې ته په کابل او ولایتونو کې یوازې ۱۳ روغتیایي مرکزونه ځانګړي شوي دي.

خوست کې د ایچ ای وي او زیړي نوی وقایوي مرکز

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، بدلمني او په نشه یي توکو روږدي کېدل د ایډز ویروس د لېږد بنسټیز لاملونه دي:

"کله چې موږ بدلمنو ته مراجعه کوو، هم دولت له موږ سره مخالفت کوي او هم دیني علما. خو زه د یوه ډاکټر او یوه مسوول په توګه اړ یم چې هغوی ته ورشم او ورسره د یوه ناروغ په توګه خبرې وکړم چې څه ستونزې لري. که څه هم هغوی ګنهکار، جنایتکار یا بدبخته دي. دا یوه ستونزه ده چې ټولنې کې شته. نه دولت او نه هم دیني عالم دا اجازه راکوی چې بدلمنو ته د پوهاوي ورکولو او ناروغیو وقایې لپاره ګام واخلو. موږ ددوی د کار مخه نشو نیولی، نه یې زنداني کولی شو، په ټولنه کې یې لمنځه وړلی هم نشو. دولت خو وایي؛ داسې کوم څه نشته، خو ګورو چې شته."

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په نشو روږدي تر ډېره په ډله ییز ډول او ان په عام محضر او د سړکونو په څنډو کې نشه یي توکوي کاروي

د افغانستان ډېر کم وګړي د ایډزناروغۍ او ناوړه اغېزو په اړه یې بشپړ معلومات لري.

ډیری کسان فکر کوي چې دغه ناروغي یوازې د نامشروع جنسي اړیکو له لارې لېږدول کېږي او همدا لامل دی چې پرې اخته کسان د شرم احساس کوي او په اسانه چاته د خپلې ناروغۍ هم نه وایي. افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمېر درې میلیونه ښودل کېږي، خو د بدلمنو شمیر مشخص نه دی.

په نشو روږدي تر ډېره په ډله ییز ډول او ان په عام محضر او د سړکونو په څنډو کې نشه یي توکوي کاروي، خو بدلمنې بیا ځانګړی ځای نه لري او د خلکو له سترګو پټې دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ایچ ای وي په افغانستان کې

ورته مطالب