د ننګرهار موټربم او ډله ییز برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ننګرهار موټربم او ډله ییز برید

ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د دوو چاودنو له امله شپږ کسان وژل شوي او له ډېرشو ډېر ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي مستوفيت ته نږدې لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته بريدګر مستوفيت ته ننوتي.

دوی وايي تر دامهاله يو بريدګر وژل شوی او امنيتي ځواکونه هڅه کوي نور بريدګر هم له منځه یوسي