د بي بي سي موندنې: د کوکنارو کښت زیات شوی؛ پولیس او طالبان له بزګرو باج اخلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کوکنارو د نېښ وهلو موسم

د بي بي سي موندنې ښيي چې سږ کال په ټول افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین نه دی شوی او د تېر پر خلاف سږ د طالبانو پر کنټرول سیمو سربېره د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې هم د کوکنارو کرکیله ډېره شوې ده.

چارواکي وايي، امريکایان، چې پخوا يې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو کمپاین لپاره مالي امکانات ورکول، نور د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره پیسې نه ورکوي.

* "د نشه يي توکو ډېر کاروبار د دولت تر واک لاندې سیمو کې کېږي"

* افغان حکومت نیول شوي تریاک پلوري

* روسیه وايي افغان کوکنار ۲۰ کالو ته بس دي

د نېښ موسم؛ د ګټې وخت

د پسرلي دویمه میاشت د افغانستان په سویلي ولایتونو کي د تریاکو د راټولولو یا نېښ وهلو موسم وي. له بېلا بېلو ولایتونو په لسګونو موټرونو کې ګڼ سپاره کارګر هره ورځ له امنيتي پوستو تېريږي او د کوکنارو کروندو ته ځانونه رسوي.

په سوېل کې د کوکنارو کرکيله دومره ډېره شوې چې اوس نېښګر د افغانستان تر بیرغ لاندې سيمو کې هم په پراخه کچه د کوکنارو کروندې پيدا کولای شي.

نېش وهونکو ته اړتیا دومره ډېره ده چې ځينې یې د کمښت له امله اړ شوي د کوکنارو کروندې خپله نېښ کړي:

" کاریګر ټول مصروفه دي، د کاریګرو داسې کمی دی چې دا پټی لس کسان غواړي خو اوس پکې څلور کسان کار کوي."

ځايي چارواکو او کروندګرو بي بي سي ته ویلي په هلمند، روزګان، فراه او بدخشان ولایتونو کې سږ کال کوکنار هيڅ له منځه نه دي وړل شوي.

په دغو ولایتونو کې، چې په دودیزه توګه د کوکنارو کرکيله ډېره پکې کېږي، اوس د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم، چې ان د ځینو ولایتونو مرکزونه هم پکې شامل دي، د کوکنارو کښت ډېر شوی.

طالبان عشر او امنیتي ځواکونه قلنګ غواړي

بي بي سي ته جوته شوې، که د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې کروندګر طالبانو ته عشر ورکوي، نو د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې د کوکنارو کروندګرو بي بي سي ته ویلي چې دوی په منظم ډول یوه ټاکل شوې اندازه پېسې ځايي امنيتي کسانو/ځواکونو ته ورکوي.

دغه بزګر چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، د کوکنارو له کرکيلې د بزګرانو پرتله قاچاقبران او ځايي پولیس ډېره ګټه ترلاسه کوي:

"وروره دغو پوستو والا پر جریب ۴۰۰۰ او پر نېښګر ۱۰۰۰ روپۍ غواړي، تر موږ د دوی ګټه ډېره ده، چې موږ ته خپل مصرفونه پوره کړي، له ګټې یې تېر یوو."

د کوکنارو پراخې کروندې او دغو سيمو ته په بې ساري ډول د نېښګرو ورتګ سږ کال د نشه يي توکو د کښت د ډېرېدلو نښې دي.

Image caption لسګونه نېښګر په دې ورځو کې د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره د افغانستان سویلي ولایتونو ته ځي.

د کوکنارو کښت ډېر شوی، خو بیې یې لوېدلي

زموږ موندنې ښيي، پروسږکال د پنځه کیلو تریاکو بیه ۶۵۰ ډالره وه ، خو سږکال يې بيه ۲۲۰ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

رپوټونه ښيي، تر هلمند را وروسته کندهار دویم ولایت دی، چې د کوکنارو کرکیله سږ کال هم پکې لوړه شوې ده.

په کندهار کې د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې چارواکي وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې سږکال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي. دا د تیر کال پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې ادارې مشر ګل محمد شکران وایي، په تش لاس کوکنار له منځه نه شي وړل کېدای:

" زموږ وزارت ډېرې هلې ځلې وکړې چې د امریکا سفارت له خوا ور کول کېدونکي لګښتونه تر لاسه کړي، خو سږ کال وزارت ته یوه روپۍ هم نه ده ور کړل شوې."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بختیار: 'د دولت کنټرول سیمو کې کوکنار "صفر" دي'

د دولت تر کنټرول لاندې کاروباري سیمې

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره "سیګار" هم پخپل تازه رپوټ کې ویلي، د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د نشه یي توکو د قاچاق او تولید کاروبار ډېر شوی دی.

دې ادارې نیوکه کړې وه چې د امریکا پر څو میلیارد ډالرو مرستې سربېره هم د کوکنارو کرکيله او د نشه یي توکو تولید په لوړه کچه کې دی.

د سیګار راپور ښيي چې افغانستان کې د نشه یې توکو ډېر کاروبار په هغو سیمو کې کېږي چې دولت کنټرول پرې لري، خو د مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت له کبله په کې د نشه یي توکو د کښت او تولید مخنیوی نه شي کولی.

په راپور کې راغلي، د بدخشان ارګو، د هلمند نهرسراج، د کندهار ژېړۍ او د نیمروز خاشرود او چهاربورجک ولسوالۍ هغه سیمې دي چې دولت پرې کنټرول لري، خو د نشه یي توکو کاروبار په کې تر ټولو ډېر دی.

Image caption سیګار: د امریکا پر څو میلیارد ډالرو مرستې سربېره هم د کوکنارو کرکيله او د نشه یي توکو تولید په لوړه کچه کې دی.

افغان او امریکایي چارواکي وایې، طالبان د نشه‌يي توکو له لارې د خپلو پوځي چارو لګښتونه پوره کوي، له همدې کبله امريکايي ځواکونو د طالبانو په سيمو کې د تریاکو د تولید خونو له منځه وړلو او د قاچاقبرانو ځپلو ته زور ورکړی دی.

په دې وروستيو څو میاشتو کې امريکايي ځواکونو د افغانستان په سويل کې د نشه يي توکو د توليد ۷۵ مرکزونه د الوتکو پر مټ په نښه کړي دي.

په دا تېرو اوولسو کلونو کې په دغه هېواد کې له بزګرانو سره د مرستو او د کوکنارو له منځه وړلو په نامه ګڼې پروژې پلې کېږي، خو نه د کوکنارو کرکيله کمه شوې او نه د بزګرانو په ژوند کې بنسټيز بدلون راغلی دی.

Image caption .

ورته مطالب