بلخ کې یوې نجلۍ د والي خوریی وواژه

د انځور حقوق .

د بلخ د مرکز مزارشریف په څلورمه ناحیه کې یوي نجلۍ تېره شپه د والي خوریی وژلی دی.

د بلخ پولیس وایي، قاتله نجلي نیول شوې او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وایي وژل شوی هلک د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر خوریی( د خور زوی) دی.

اسحاق رهګذر د بلخ د پخواني والي عطام محمد نور نږدې کس بلل کېږي.

نوموړی د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ له جوړجاړي وروسته د تېر مارچ پر ۱۴ د بلخ والي شو.

ښاغلی فرهاد زیاتوي پیښه د یوې لويي لارې پر سر د ښار په څلورمه ناحیه کې داسي مهال رامنځته شوې چې دغه هلک د خپل کور په لوري روان و.

ځايي چارواکي وايي، نجلۍ دغه ځوان هلک په توپانچه ویشتلی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی وایي تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغې نجلۍ دغه هلک ولې وژلی دی.

خو په وینا ېې تورنه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.