برتانیا په افغانستان کې سرتېري ډېروي

. د انځور حقوق PA

د برتانيا دفاع وزير ګوېن ویلیمسن لومړۍ وزيرې ټريزامې ته ليکلي دي چې برتانيا افغانستان کې خپل پوځي حضور ډېروي.

امريکا د ناټو پر غړو هېوادونو پر له پسې دا غږ کړى چې افغانستان کې دې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ټرمپ تېر کال افغانستان ته ٤٠٠٠ اضافي سرتېري ولېږل چې په دغه هېواد کې يې د ځواکونو شمېر څه د پاسه ١٢٠٠٠ ته پورته شو.

دا ګامونه د يوې لا سختې ستراتېژۍ برخه دي چې د طالبانو د زياتېدونکي ګواښ او د اسلامي دولت نومې ډلې مخنيوي کې مرسته وکړي.

د برتانوي سرتېري د سرغړونې عکسونه خپاره شوي

د ټپي طالب وژونکي برتانوي سرتېري ته د عمربند سزا

برتانيا هلمند کې خپله وروستۍ پوسته پرېښوده

۶۰۰ برتانوي سرتېري وارله مخه کابل کې مېشت دي چې د افغان ځواکونو روزنې سره مرسته کوي.

د برتانيا دفاع وزير ګوېن ويليمسن اوس افغانستان د ٤٠٠ نورو سرتېرو د استولو وړانديز کړى.

خو د دغو سرتېرو دنده به بيا هم د افغان ځواکونو روزنه وي او په جګړې کې به برخه نه اخلي.

د دفاع وزارت په خپره کړې وينا پاڼه کې راغلي چې د بريتانيوي ځواکونو شمېر ته په دوامداره توګه بيا کتنه کېږي.

ټاکل شوې په دې تړاو اعلان راتلونکې جولاى کې وشي چې د ناټو له سرمشريزې سره هم سمون خوري.

ورته مطالب