گېټس : لا نورې سختې جگړې په مخ کې لرو

گېټس
Image caption د امريکا د دفاع وزير په کندهار کې خپلو سرتيرو ته وويل چې لا هم سختې ورځې په مخ کې شته

د امريکا د دفاع وزير رابرت گيټس افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د سه شنبه په ورځ ( د مارچ ٩ ) کندهار ته ورغلى دى .

نوموړي خبردارى ورکړى چې نړيوال او افغان ځواکوانه به راتلونکي کې له وسله والو مخالفانو سره نورې سختې جگړې وکړي .

له هغه نه وروسته دا د ښاغلي گيټس افغانستان ته لومړى سفر دى چې د نورو ديرشو زرو امريکايي پوځيانو ځاى په ځاى کيدل دغلته پيل شوي دي .

د بي بي سي خبريال کريس موريس پرې له کابله رپوټ لري

ښاغلی ګيتس د افغانستان په سويل کې هغو امريکايي او بريتانيايي پوځي جنرالانو سره ګوري چې په دغه سيمه کې د پوځي عملياتو مشري کوي .

نوموړي وويل چې تر اوسه د مارجې په شاو خوا کې پرمختګ شوی دی او دا پرمختګ يې هڅونکى وباله خو زياته يې کړه چې سختې ورځې او ډيره سخته جګړه اوس هم لا په مخ کې ده. په افغانستان کې د نړيوال پوځ مشر قومندان جنرال ستانلی مک کرستال وايي له طالبانو څخه د کندهار ښار د شاو خوا ولسواليو د کنترول د بيا ترلاسه کولو د کمپاين لپاره تياری لا دمخه پيل شوی دی.

په څو راتلونکو مياشتو کې به په زرګونه اضافي امريکايې سرتيري دې هيواد ته راشي او د مارجې د عملياتو په څير به د نړيوالو پوځيانو قومندانان د کندهار د عملياتو د څرنګوالي په هکله د معلوماتو د پټولو لپاره زياته هڅه نه کوي .

د دوی په وينا به داسې معلومات تر ډيره حده ښکاره وي چې له دې وروسته به د طالبانو پر ضد جګړه له کوم ځای نه پيلوي .

د هلمند او کندهار د ولايتونو شاو خوا ته داسې لويې او پراخې سيمې پرتې دي چې نړيوال او افغان ځواکونه غواړي په راتلونکو دولسو يااتلسو مياشتو کې ترې طالبان وشړي او وروسته بيا هلته ملکي زيربناوې ژر تر ژره فعالې کړي .

خو پوځي عمليات د ځايي وګړو تر منځ پلوی نه لري او چندانې مشهوره نه دي او پوځي قومندانان دا مني چې د داسې انډول تر لاسه کول ډير ستونزمن خو خورا ضروري کار دی .