محمود احمدي نژاد کابل ته ورسېد

احمدي نژاد
Image caption له هغه راهيسته چې ښاغليو کرزي او احمدي نژاد په دويم ځل د ولسمشرۍ ټاکنې گټلي دا کابل ته د ايراني مشر لومړنى سفر دى

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد کابل ته تللی دی .

دا په دواړو هېوادونو کې د ناندريزو ټاکنو په ترڅ کې د ټاکل شويو ولسمشرانو حامد کرزي او محمود احمدي نژاد لومړنۍ رسمي ليدنه ده.

ايران په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته رامنځته شوي حکومت سره تاوده اړيکي لري او د افغانستان د بېخ بنا د رغونې لپاره له لويو مرستندويو هېوادونو څخه شمېرل کېږي .

پر دغو مرستو سربېره ايران د افغانستان په سياسي او امنيتي پرمختګونو کې د تېرو دريو لسيزو په څېر خپله ونډه هماغسې ساتلې ده .

د واشينګټن او تهران تر منځ پر ژورو اختلافونو سربېره افغان او ايراني چارواکي پرله پسې هڅې کوي چې دغه اختلافونو د دوو ګاونډيو افغانستان او ايران پر اړيکو اغېزه و نه کړي .

خو له دې ټولو سره سره ايران په افغانستان کې د بهرنيو په ځانګړي ډول د امريکا له پوځي شتون سره کلک مخالفت کوي او وايي دا د افغانستان د نا امنيو اصلي لامل دی.

د کابل هيله

افغان چارواکي تمه لري چې ايران د سيمې ديوه مهم هېواد په توګه د افغانستان د امنيتي ستونزو په هواري کې مرسته وکړي خو ډېر افغانان بيا د امريکا او ايران تر منځ بې باورۍ ته په کتو سره دغه کار ته د شک په سترګه ګوري .

دغه راز له ايران سره پر پوله پرتو ولايتونو کې يو شمېر سيمه ييزو چارواکو هم ايران وخت پر وخت تورن کړی چې د افغان دولت مخالفينو ته وسلې ورکوي خو ايران هېڅکله هم دغسې تورونه نه دي منلي .

په ټوله کې افغان دولت له دغه ډول مسلو سره ډېر محتاطانه چلند کوي خو په دې وروستيو کې د افغانستان په مسايلو کې د ايران د ونډې په اړه د امريکايي چارواکو غبرګون خورا توند برېښي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی ريچارډ هالبروک که څه هم افغانستان ته د ټکاو په راستنولو کې د ايران روا ګټې مني خو په افغانستان کې د نا امني په تړاو دم ګړۍ له هغه هېواد سره هر ډول خبرې اترې رودي .

په يوه جلا پرمختګ کې په منځني ختيز او منځنۍ اسيا کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډي پټريس پر ايران تور پورې کړی چې په افغانستان کې دوه ګونی رول لوبوي .

خو له دې سره سره افغانستان تر اوسه پورې د ايران د ونډې په اړه کومه اندېښنه نه ده ښوولې .