د افغان پوليسو شمېر او وړتيا 10 برابره زياته شوې

افغان پوليس
Image caption اوسمهال د افغان پوځ او پوليسو دواړو شمېر شاوخوا ٢٠٠ زرو ته رسېږي او مرستندويه هېوادونه نيت لري چې د راتلونکي کال تر پايه د ټولو امنيتي ځواکونو شمېر ٣٠٠ زرو ته لوړ کړي،چې افغانان وکړى شي پخپله د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي .

افغان امنيتي چارواکي وايي په هېواد کې د امنيت خوندي ساتلو او د حکومتي واک د غځولو په موخه يې د پوليسو د شمېر کچه او روزنه چټکه کړې .

دوى وايي په هره دوره کې اوس دوه زره پوليسو ته روزنه ورکوي .

د کورنيو چارو وزارت ويي سره له دې چې پوليس د مخامخ جگړې لپاره نه دي روزل شوي، خو ډېر کله له مخالفو وسله والو سره جگړه کوي .

د پوليسو دنده په هېواد کې د قانون پلي کول او د حکومتي واک ټينگول او هڅول دي ، خو د کورنيو چارو وزارت په وينا له ناچارۍ په جگړه کې ور ښکېل شوي .

د کورنيو چارو وزارت وايي اوس دوى په هره دوره کې د ٢٠٠٠ کسانو د روزنې ظرفيت لري په داسې حال کې چې دغه کچه په تېرو کلونو کې د دوو او پنځو سوو تر منځ وه .

د رسمي شمېرو له مخې اوس د افغان پوليسو شمېر نژدې 100 زره دی .

په کورنيو چارو وزارت کې د پوليسو د روزنې مشر گل نبي احمدزى وايي دا مهال په ټول هېواد کې د پوليسو د روزنې لس دايمي او تر 25 ډېر مؤقتي مرکزونه فعاليت کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د مسلکي پوليسو شمېر له ١٦٠ زرو ور واوړي .

گل نبي احمدزى وايي سره له دې چې پوليس د جگړې لپاره نه دي روزل شوي ، خو بيا هم په ډېرکله د وسله والو مخالفو پر وړاندې جنگېږي

''د پوليسو اصلي دنده د قانون پلی ، عامه نظم راوستل دي، خو له بده مرغه موږ جبراً جګړې ته اړ شوي يو، د اوس لپاره تاسو وينۍ چې په ټولو ولسواليو کې جنګونه کېږي، په سرحدونو کې جنګونه کېږي، زياتره دغه عمليات او جنګونه خپله پوليس په مخ وړي، خو که چېرې اړتيا موندل کېږي، ترڅنګ يې ملي اردو هم شته چې له هغوی څخه همکاري غوښتل کېږي او هغوی هم دې ته چمتو دي .''

د کورنيو چارو وزارت وايي اوس يې د پوليسو دوه پر درېيمې برخې ته مسلکي روزنه ورکړې او پاتې يوه برخه به يې هم ډېر ژر پوليسي روزنه وويني .

ښاغلي احمدزي زياته کړه د پوليسو وړتيا تر پخوا ډېره شوې او له کارنو يې د نړېوالې ټولنې ترڅنگ افغانان هم خوښ دي .

خو په افغانستان کې داسې کسان هم شته چې د پوليسو له چلنده سر ټکوي .

د کورنيو چارو وزارت وايي په وروستيو څو مياشتو کې د پوليسو ليکو ته ډېر خلک ورمات شوي او دغه راز د دوى د جذب او روزنې وړتيا هم نژدې 10 برابره زياته شوې ده .

د کورنيو چارو وزارت وايي د ټولنيزو او سيمه ييزو دودونو په پام کې نيولو سره په پلان کې لري چې د ښځينه پوليسو اوسنۍ څه باندې ٧٠٠ شمېره په راتلونکو څو کلونو کې ٥٠٠٠ ته لوړ کړي .

اوسمهال د افغان پوځ او پوليسو دواړو شمېر شاوخوا ٢٠٠ زرو ته رسېږي او مرستندويه هېوادونه نيت لري چې د راتلونکي کال تر پايه د ټولو امنيتي ځواکونو شمېر ٣٠٠ زرو ته لوړ کړي،چې افغانان وکړى شي پخپله د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي .