کندهار کې بريدونو 35 تنه ووژل

کندهار کې د تېرې شپې بريد عکس ګورﺉ
Image caption د بريدونو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي دي چې دا بريدونه يې په کندهار کې د کېدونکو عملياتو په غبرګون کې کړي دي .

د افغانستان له سويلي ولايت کندهار نه رپوټونه وايي چې دغلته نن( شنبې د مارچ ١٣مه) ماښام د اتو بجو په شاوخوا کې څلور زورورې چاودنې شوي دي .

يو شمېر سيمه ييز خبريالان وايي چې له چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

وروستي مالومات

د کندهار والي توريالي ويسا نن په کندهار کې يوې خبري ناستې ته د تېرې شپې د بريدونو په اړه وويل چې د ملي امنيت کارکوونکي د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلل .

نوموړي ويلي وړاندې يې داسې رپوټونه درلودل، چې پر کندهار ښار به بريدونه کېږي .

توريالي ويسا وويل شاوخوا 15 بريدکوونکي کندهار ښار ته ننوتي وو، چې يوازې اتو يې په چاودنو او بريدونو وتوانېدل .

کندهار والي زياته کړه چې له کابله يې د امنيت د ټينګښت په موخه نور پوليس هم ورغوښتي دي، ده زياته کړه چې په کندهار ښار کې څلور نورې چاودنې او ځانمرګي بريدونه هم شوي، خو تلفات يې نه درلودل.

ښاغلي ويسا له خبريالانو سره په خبرو کې وويل په بريد کې تر 30 ډېر تنه وژل شوي، چې 7 پکې پوليس، 8 ښځې او درې ماشومان دي، چې امنيه قوماندانۍ ته څېرمه په يوه هوټل کې واده ته راغلي وو .

خو د کورنيو چارو وزرات وايي د کندهار په بريدونو کې 35 تنه وژل شوي، چې 22 پکې ولسي وګړي او 13 افغان پوليس دي .

دغه څرګندونې د يکشنبې په ورځ په کابل کې د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته کولې .

بل خوا د کندهار امنيه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځي ويلي بريدګرو په سرف ډوله ګاډي کې له 500 تر 600 کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو .

نوموړي همداراز وويل چې پر امنيه قوماندانۍ هم د موټر په وسيله ځانمرګی بريد شوی، چې له 200 تر 250 کيلوګرامه چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي ول .

د کندهار د عامې روغتيا رياست ډاکټر عبدالقيوم پخلا د تلفاتو په اړه بي بي سي ته وويل : "تېره شپه موږ ته د کندهار د بريدونو پرمهال 52 ټپيانو مراجعه کړې ده، او 35 مړي راوړل شوي، چې شپږ پکې ښځې او درې کوچنيان دي، په ټپيانو کې هم د يوشمېر روغتيايي حالت نازک دی، په ټپيانو کې شپږ پوليس او پاتې ټول ولسي وګړي دي . "

د کندهار د ولايتي شوری مشر احمد ولي کرزي ويلي چې پر زندان بريد کې د زندان ديوال نه دی نړېدلی، خو ورڅېرمه ودانيو ته زيات زيان اوښتی دی :

"هلته د کندهار په ښار کې څلور ځانمرګي بريدونه وشول، چې 30 تنه يې ووژل او 46 نور پکې ټپي شوي دي، د پېښې ځای ته نژدې د واده يو سالون و، نو په وژل شوو او ټپيانو کې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي . په دغو بريدونو کې يوشمېر پوليس او د سيمې اوسېدونکي هم وژل شوي، نو په دې سره هم پوليس او هم ولسي خلکو ته تلفات اوښتي دي . "

ټپيان د ميرويس نيکه روغتون ته وړل شوي، چارواکو له ټپيانو سره د وينې د مرستې لپاره په ځايي راديوګانو او تلوېزيون اعلانونه وکړل .

په کندهار کې يوځايي خبريال بشيراحمد نادم بي بي سي ته وويل د کندهار محبس مخې ته ګڼې هټۍ او کورونه نړېدلي او خلک هڅه کوي چې تر خاورو لاندې وژل شوي او يا ټپيان راوباسي .

نوموړی وايي چې په ښار کې ځينې نورې چاودنې هم شوې، چې پوليس بوخت وساتي او پر زندان کابو 40 دقيقې جګړه شوې ده، خو داسې نه ښکاري چې له زندانه دې بنديان په تېښته بريالي شوي وي .

بل خوا په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت استازې شکيبا متين هاشمي بي بي سي ته وويل دا ډول بريدونه له داخلي مرستې پرته نه شي کېدای :

Image caption حمد ولي کرزي د کندهار د زندان په اړه وويل چې د پوليسو په ولکه کې دى، خو زياته يې کړه چې شاوخوا کورونو ته يې سخت زيانونه اوښتي.

"په داسې بريدونه کې ملامتيا د حکومت پرغاړه ده، بريدکوونکي کله ناکله نيول کېږي خو د امنيتي چارواکو لخوا بېرته خوشي کېږي، د کندهار تېر والي يووخت راته وويل چې ان داسې وکيلان هم شته چې د بريدګرو په اړه چارواکو ته سپارښتنه کوي چې خوشي يې کړي . "

مخکېني مالومات

د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي د شنبې په شپې بي بي سي پښتو وېب پاڼې ته وويل چې د چاودنو اصلي هدف د کندهار زندان او امنيه قومانداني و.

د هغه په وينا طالبانو غوښتل يوځل بيا د کندهار زندان مات کړي او خپل کسان ترې وباسي.

ښاغلي کرزي وويل چې يو ځانمرگى بريد د کندهار د محبس مخې او بل هم د امنيه قوماندانۍ په نظام قراول کې شوى دى .

احمد ولي کرزي وويل چې په دغو بريدونو کې 35 تنه وژل شوي او تر 50 نور ټپيان دي.

نوموړي د کندهار د زندان په اړه وويل چې د پوليسو په ولکه کې دى، خو زياته يې کړه چې شاوخوا کورونو ته يې سخت زيانونه اوښتي.

د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په بريدونو کې تر 30 افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نوموړی وايي چې دغه بريدونه يې په کندهار کې د پيلېدونکو عملياتو په غبرګون کې کړي دي .

وړاندې تر دې د طالب وسله والو يوه بريد د کندهار زندان مات کړى او د لسگونو زندانيانو تښتېدو ته يې لار پرانيستې وه.

د کندهار والي توريالي ويسا د شپې د 11 بجو په شاوخوا کې بي بي سي ته وويل چې د بريدونو له امله د کندهار لارې تړل شوي دي .

هغه وويل چې له همدې امله د پېښې وروستي زيانونه هم نه شي بيانولاى .

کندهار د افغانستان يو له نارامو ولايتونو شمېرل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هغوى يو مهم مرکز و.