د م. م نوی استازی کابل ته ورسېد

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازی ستافن دي ميستورا
Image caption ستېفن دي ميستورا په ١٩٧١ کال په ملگرو ملتونو کې دنده پيل کړې او د ١٤ کلونو لپاره يې ددغه سازمان په خوراکي او کرنيزه څانگه کې کار کړى دى .

د افغانستان لپاره دملگرو ملتونو نوى استازى ستافن دي ميستورا کابل ته رسېدلي دى.

هغه به د ملگرو ملتونو د پخواني استازي کاى اى چې وړاندې تر دې يې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو چارې سنبالولې ځاىناستى شي.

ښاغلى ميستورا کابل ته په رسېدو خبريالانو ته وويل، د کار ټول هدف به يې داوي چې د افغانانو د ژوند حالت ښه کړي او د افغانستان د حاکميت درناوى وکړي.

سويډنى ډيپلومات او په عراق کې د ملگرو ملتونو پخوانى استازى ستېفن دي ميستورا د شنبې په ورځ له دې ژمنې سره کابل ته ورسېد چې افغانانو ته به د يوه ښه ژوند د برابرولو په لارو چارو کې مرسته کوي .

هغه چې د کابل په نړيوال هوايي ډگر کې خبريالانو سره خبرې کولې وويل افغانانو ډېرې سختۍ ليدلي او بايد نور له دغو سختيو ووځي :

"د افغانستان خلک ډېر ځپل شوي او سخت وختونه يې زغملي دي. دوى د نړيوال ملاتړ او تر ټولو ښې راتلونکې مستحق دي چې ملگري ملتونه بايد خپله برخه په کې ادا کړي ."

هغه زياته کړه چې د افغانستان د ټيکاو او اقتصادي رغونې لپاره به هڅې وکړي او ددې ترڅنگ به د دغه هيواد حاکميت او رهبرۍ ته هم درناوى ولري .

ستېفن دي ميستورا په ١٩٧١ کال په ملگرو ملتونو کې دنده پيل کړې او د ١٤ کلونو لپاره يې ددغه سازمان په خوراکي او کرنيزه څانگه کې کار کړى دى .

هغه له ١٩٨٩ کال نه تر ١٩٩١ کاله پورې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د منابعو د همغږي کولو او بهرنيو اړيکو مشر هم پاتې شوى دى .

ددې ترڅنگ هغۀ په عراق او لبنان کې د ملگرو ملتونو د استازي او په روم کې ددغه سازمان د مالوماتو د مرکز د مشر په توگه کار کړى دى.

اوس ښاغلى دي ميستورا په داسې يوه هيواد کې خپله نوې دنده پيلوي چې بېلابېلې برخې يې د ملگرو ملتونو په مرستو پورې تړلي او ډول ډول ستونزې لري، خو دا چې هغه به په دې برخه کې څومره بريالى وي، راتلونکې به يې ځواب کړي.