جلال اباد کې د 16 کلنو کريکټ لوبغاړو ازمېښتي لوبې

افغان کريکټ لوبغاړي
Image caption د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې د مارچ په ١٧ نېټه به د ملي ټيم د روزونکي کبيرخان او د ملي لوبډلې د يوه وتلي غړي نبي عيسى خېل لخوا د 16 کلنو ټيم له بېلابېلو اړخونو غوره کېږي .

د افغانستان د 16 کلنو کريکټ لوبغاړو دملي لوبډلې د جوړولو هڅې پيل شوي چې درې مياشتې وروسته يې په ماليزيا کې د کېدونکې سيالۍ لپاره تيار کړي .

د افغانستان له څه باندې 20 ولايتونو څخه تنکي ځوانان ختيځ ښار جلال اباد ته ور بلل شوي چې 14 کسيزې لوبډلې ته د بري په موخه په ازموينه کې برخه واخلي .

له هر ولايته به څلور څلور تنه دغې ازموينې ته ور ځي .

د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې د مارچ په ١٧ نېټه به د ملي ټيم د روزونکي کبيرخان او د ملي لوبډلې د يوه وتلي غړي نبي عيسى خېل لخوا د 16 کلنو ټيم له بېلابېلو اړخونو غوره کېږي .

تر دې مهاله افغانستان د غه لوبډله نه لرله او د کريکټ چارواکي وايي موخه په افغانستان کې د دغې لوبې د تل ژوندې ساتلو او ددغه هېواد د ملي لوبډلې لپاره د نورو ستورو د روزلو او مونلو په موخه دغه ډول ملي لوبډلې جوړېږي .

د کريکټ د بورډ د مطبوعاتو مشر زراب شاه زهير تمه کو ي چې په دغه ازموينه يا ارزونه کې تکړه ځوانان غوره او ژر ورته په کابل کې د روزنې په موخه د روزنې چارې پيل کړي .

دوى تمه کو ي چې دغه غوره کېدونکي لوبډله به هم دافغانستان نوم په جولاى مياشت کې په ماليزيا کې وځلوي .

تردې وړاندې دافغانستان ملي لوبډلې په پرلپسې ډرامټيکو بريوسر ه د نړيوالو پام دافغانستان لوبډلې ته را واړاوه .

تمه کېږي چې څو مياشتې وروسته د کريکټ په ډگر کې د وتلي نړيوالې لوبډلې هند سره افغانستان په کريکټ کې سيالى ته ور ودانگي .

ورته مطالب