کندهار کې په نشه د روږدو شمېر په ډېرېدو دی

په نشه يي توکو روږدي افغانان
Image caption يوشمېر کارپوهان په دې اند دي تر هغه چې په هېواد کې بې کاري له منځه ولاړه نه شي او د ځوانانو لپار ه سالمې بوختياوې نه وي نو دا ستونزه به همداسې پرخپل ځای پاتې وي .

په کندهار ولايت کي په زرګونو کسان د نشه يي توکوپه کارولو روږدي دي چې دغه شمېره ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده .

د کندهارولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست چارواکي وايي په دې ولايت کې په نشه د روږدو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی .

په ياد ولايت کې د (ودان افغانستان) په نوم د روږدو د درملنې روغتيايې مرکز چارواکي وايي له دوی سره شته اسانتياوې هغومره نه دې چې په لويه پيمانه دروږدو کسانو درملنه وکړي .

يو شمېر روږدي کسان د کندهار ولايت له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د معتادينو د درملنې لپاره روغتيايې مرکزونه جوړکړي .

خو هاخوا بيا ددغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست مسؤولين د روږدو کسانو د شمېر د کچې د راټيټېدو په خاطر د يولړ نويو پروګرامونو يادونه کوي .

د کندهار ولايت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران يې د ډېرېدو اساسې لامل بې کاري او په دي ولايت کې د نورو نشه يي توکو ترڅنګ په پراخه کچه د بنګو ياچرس د بوټي کرل په ګوته کوي .

Image caption يو شمېر روږدي کسان د کندهار ولايت له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د معتادينو د درملنې لپاره روغتيايې مرکزونه جوړکړي .

نوموړی وايي د ملګروملتونو د يوې ادارې له خوا په ٢٠٠٥ کال کې يوه ترسره شوې سروې وښوده چې په کندهار ولايت کې شاوخوا ٢١ زره کسان په بېلابېلو نشه يې توکو روږدي دي چې په کې لويه برخه يې د چرسو معتادين وو .

د شکران په وينا ښايې دغه شمېره تر دې دمه نور هم لوړه شوې وي .

هغه زياتوي دامهال په کندهار کې د ودان په نوم دروغتيايې مرکز سربېره دوه نور شخصي کلنيکونه د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې فعاليت کوي، چې په خبره يې د معتادينو شمېر خورا زيات، خو د هغوی د درملنې لپاره په يادو روغتيايي مرکزونو کې اسانتياوې ډېرې لږ دي .

د ودان افغانستان روغتيايي مرکز يوازېنی روغتون دی چې د روږدو کسانو درملنه په وړيا توګه پکې کېږي .

ددغه مرکز چارواکې وايي دوې له يوې نه تر دومياشتو پورې يوازي دڅلويښتو روږدو کسانو ددرملني وړتيا لري.

د ياد روغتيايي مرکز مسؤول ډاکتر محمود په وينا که څه هم دوی تر يو بريده ددې ستونزې په له منځه وړلو کې هڅې کړې، خو بيا هم له دوی سره د روږدو کسانو د ثبت شمېره خورا ډېره او ور سره شته امکانات د هغوی په درملنه کې بسنه نه کوي .

هغه زياته کړه چې اوس مهال زيات شمېر معتادين خپله او يا يې هم کورنۍ غواړي چې درملنه يې وشي خو نوموړی وايي چې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د اسانتياوو نشتوالی دغه ستونزه پرخپل حال پرې اېښې .

٢١ کلن شېراحمد چې د څو کلونو راپدېخوا په نشه يي توکو روږدی دی اوس يې هوډ کړی چې له دې وژونکي عمل نه لاس په سر شي .

خو هغه وايي که څه هم ډېر وړاندې يې غوښتل نشه پرېږدي، خو د درملنې لپاره اسانتيا نه وه ورته براره شوې .

د نوموړي په څېر يوشمېر نور روږدي کسان هم له ځايي چارواکو په ځانګړې توګه د عامې روغتيا او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له رياست نه غواړي چې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه دې په ښار او ولسواليو کې جوړ کړي .

هغوی وايي که چارواکو يادې ستونزې ته لا له وړاندې پاملرنه کړې وای نو ښايي اوس به د دوی په څېر ګڼ شمېر نور ځوانان د نشه يي له مرګوني خطرڅخه ژغورل شوي وای .

خو په کندهار کي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي يوازې د روږدو کسانو په درملنې سره به ياده ستونزه له منځه ولاړه نه شي .

د ياد رياست ريس گل محمد شکران وايي چې د روږدو کسانو د درملنې تر څنګ بايد هغوی ته د کار زمينه هم برابره شي .

هغه په دې برخه کې د يولړنو پروګرامونو يادونه کوي او هيله ښيي چې په پلی کېدو سره به يي په نشه د روږدو کسانو کچه راټيټه کړي .

همدارنګه هغه زياته کړه چې دا ځل به د کوکنارو د اړولو د کمپاين تر څنګ پر يو وخت د چرسو کروندې هم له منځه يوسي .

يوشمېر کارپوهان په دې اند دي تر هغه چې په هېواد کې بې کاري له منځه ولاړه نه شي او د ځوانانو لپار ه سالمې بوختياوې نه وي نو دا ستونزه به همداسې پرخپل ځای پاتې وي .

ورته مطالب