نری رنځ هر کال 8 زره افغانان وژني

د نري رنځ معاينات
Image caption توبر کلوز، سل يا د نري رنځ ناروغي يوه مکروبي ناروغي ده چې په ډېرې اسانۍ له يوه ناروغ تن نه روغو انسانانو ته لېږدېږي .

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې هرکال اته زره افغانان په دغه هېواد کې د سل "نري رنځر" يا توبرکلوز ناروغۍ له امله مري .

د چارواکو په وينا که څه هم د يادې شوې ناروغۍ د مخنيوي هڅې تېرو کلونو ته په کتو پراخې شوي، خو لاهم ياده شوې ناروغي په پراخه کچه موجوده ده او خلک ترېنه ځورېږي .

سل يا توبرکلوز يوه ساري ناروغي ده چې په اسانۍ سره يې مخه نيول کېداى شي، خو که يې سم تشخىص ونه شي درملنه يې گرانېږي او د انسان د مرگ لامل هم گرځي .

که څه هم په افغانستان کې د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ له امله هر کال زرگونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو بيا هم چارواکي وايي چې په دې برخه کې يې پرمختگونه لرلي دي .

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو له مخې اته کاله وړاندې په توبرکلوز د اخته افغانانو شمېره تر اويا زرو رسېده، خو اوس دغه شمېره ٤٥٠٠٠ تنو ته راټيټه شوې ده .

په دغه وزارت پورې اړوند د توبرکلوز ملي مرکز وايي چې د يادې شوې شمېرې ناروغانو له ډلې يې د زرگونو کسانو درملنه کړې او دغه لړۍ اوس هم دوام لري .

د ياد شوي پروگرام يو چارواکي ډاکټر نورآغا ذاهب وايي چې لاهم نژدې نيمايي هغو کسانو چې په سل ناروغۍ اخته دي د بېلابېلو لاملونو له امله روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه ده کړې .

د توبرکلوز د ملي مرکز چارواکي وايي چې دا مهال په افغانستان کې د نري رنځ درملنه وړيا کېږي او ددې کار لپاره يې له يو زرو څلوېښتو ډېر مرکزونه پرانيستي، خو ددې ترڅنگ دغه اداره وايي چې لاهم په ټول افغانستان کې د توبر کلوز د درملنې مجهز مرکز نشته .

په کابل کې د برک په نامه موسسه چې د توبر کلوز په وړاندې مبارزه کې له عامې روغتيا وزارت سره په گډه کار کوي وايي همدا لامل دى چې په افغانستان کې دننه د توبرکلوز د پرمختللو يا سختو پېښو درملنه نه شي کېداى .

نوموړى ددې ترڅنگ يو شمېر نورو ټکو ته هم اشاره کوي چې له نري رنځ سره د مبارزې په برخه کې اړين دي .

په افغانستان کې د نري رنځ په وړاندې مبارزه هرکال شاوخوا لس ميليونه ډالره لگښت اخلي چې د بېلابېلو ادارو لخوا عامې روغتيا وزارت ته برابرېږي .

د (برک) په نامه مؤسسه وايي چې يوازې دوى به له خپلې خوا په راتلونکو پنځو کلونو کې په دې برخه کې ٢٢ ميليونه يورو ولگوي .

توبر کلوز، سل يا د نري رنځ ناروغي يوه مکروبي ناروغي ده چې په ډېرې اسانۍ له يوه ناروغ تن نه روغو انسانانو ته لېږدېږي .

د رسمي شمېرو له مخې هر کال اته زره کسان په افغانستان او يو ميليون او اويا زره کسان په ټوله نړۍ کې د نوموړې ناروغۍ له امله مړه کېږي .

طبي کارپوهان وايي، که په يوه هيواد کې د نوموړې ناروغۍ په اړه مالومات ډېر شي او خلک د هغې د علايمو په راڅرگندېدو روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، د نري رنځ مخنيوى اسانه دى .