د م . م کارکوونکي بېرته له دوبۍ افغانستان ته ستانه شول

ملګري ملتونه
Image caption ملګري ملتونه وايي چې اوس يې د خپلو دفترونو او کارکوونکو امنيت ته ډېر پام کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی، هغه بهرني کارکوونکي چې له افغانستانه د ناامنيو له امله دوبۍ ته تللي وو، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي .

د ملګرو ملتونو شاوخوا 600 کارکووني په تېر اکتوبر میاشت کې د دغه سازمان پر يوه مېلمستون تر بريد وروسته له له کابله ووتل او دوبۍ ته ولېږدول شول .

په بريد کې چې د بريد کوونکو او امنيتي کسانو ترمنځ نښته هم وشوه، د ملګرو ملتونو پنځه بهرنيو کارکوونکي ووژل شول، دوه افغان پوليس او يو ولسي وګړی هم پکې ووژل شول . تر بريد وروسته ملګرو ملتونو د خپلو ټولو دفترونو او مېلمستونونو امنيتي تدبيرونه ټينګ کړل او سلګونه نور امنيتي کسان يې وګمارل .

په افغانستان کې د يونما وياندې نيلاب مبارز په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې دغه سازمان په ټول افغانستان کې خپل کارونه بېرته پيل کړي دي .

د ملګرو ملتونو چارواکو ويلي وو په افغانستان کې د دوی بهرني کارکوونکي د ددوی د پروګرامونو په پلی کولو کې ډېره مرسته کوي ، همدا ده چې افغانستان کې د دوی شتون ډېر اړين دی .

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نوي استازي سټيفن ديميستورا په دې اوونۍ کې په کار پيل وکړ .

خو ترڅنګ يې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو رول او اغېزمنتيا په اړه يو لړ تاوده بحثونه هم راپورته شوي دي .

ځينې خلک په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول ډېر مهم گڼي، خو پر همدې حال کې دا نيوکې هم پرې کېږي چې ملگري ملتونه په دغه هېواد کې په ډېرو چارو کې پاتې راغلي دي .

بله غاړه د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يونما چارواکي وايي چې له دوى نه د افغان ولس تمې دومره ‎ډېرې دي چې دوى ټولې هغه نه شي پوره کولاى ، خو پوښتنه دا ده چې په تېرو اتو کالو کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول څومره اغېزمن و او دا مهال يې پر مخکې کومې ننگونې پرتې دي ؟

اوسمهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو شاوخوا 20 سازمانونه په کار بوخت دي، چې د 6000 افغان کارکوونکو سربېره تر 1000 پورې بهرني کارکوونکي پکې کار کوي .

وړاندې ملګرو ملتونو اندېښنه لرله چې ګني وسله والو د دوی د فعاليت مخه ډب کړې ده .

خو وړاندې طالبانو اعلان وکړ، چې د هېواد هرې سيمې ته مرستندويه ټولنې خپل توکي او مرستې رسولی شي، خو په دې شرط چې وسله وال کسان به ورسره نه وي .