په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يونما د نوي استازي په اړه ځانګړی رپوټ

Image caption ښاغلی ډيميستورا وايي کابل ته د امنيت شورا له پوره ملاتړ سره راغلی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نوي استازي سټيفن ډيميستورا په دې اونۍ کې په کار پيل وکړ ، خو تر څنگ يې په دغه هيواد کې د ملگرو ملتونو رول او اغيزمنتيا په اړه يو لړ تاوده بحنونه هم راپورته شوي دي .

ځيني خلک په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول ډير مهم گڼي ، خو پر همدې حال کې دا نيوکې هم پرې کيږي چې ملگري ملتونه په دغه هيواد کې په ډيرو چارو کې پاتې راغلي دي .

بله غاړه د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يونما چارواکي وايي چې له دوى نه د افغان ولس تمې دومره ديرې دي چې دوى ټولې هغه نه شي پوره کولاى ، خو پوښتنه دا ده چې په تيرو اتو کالو کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو رول څومره اغيزمن و او دا مهال يې پر مخکې کومې ننگونې پرتې دي ؟

اته کاله وړاندې په افغانستان کې د نوې ادارې له جوړېدو سره سم د خلکو تمې دا وې چې دغلته د ملگرو ملتونو په مرسته به ولسواکي ټينگه شي ، د بشري حقونو درناوى به کيږي او د بشري حقونو سر غړوونکي به د حساب کتاب لپاره د محکمې تر ميزه راکاږل شي .

خو د دې تولو سره سره که څه هم په دې برخو کې يو شمېر خلک نهيلي شول او کارونه هم هغه شان پر مخ لا نه ړل لکه دوى يې چې تمه کوله خو داسې ښکاري چې دغه تمې يو ځلې بيا راژوندۍ شوي دي .

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو نوې استازي سټيفن ډيميستورا ايله درې ورځې وړاندې په کابل کې خپل کار پيل کړ ، هغه تر دې وړاندې هم يو ځل په افغانستان کې کار کړى او تر څنگ يې په عراق ، سوماليا بوسنيا، لبنان او ځينو نورو هېوادونو کې يې هم دندې ترسره کړې دي .

د دغه نوي استازي په مقرريدو سره د افغانانو تر منځ نوې هيلې هم راټوکېدلي دي ، هغوى تمه لري چې د ملگرو ملتونو نوى استازى په مشرۍ کې به د افغانستان ملکي اداره پياوړې شي او د نړيړالو سره به د افغان حکومت همغاړې توب ډېر شي .

د ولسي جرگې غړى فاروق مېړنى وايي که چيرته نوى استازى بې پرې او خپلواک پاتې نه شي ، نو دغلته نيمگړي چارې به همدغه شان نيمگړې وي :

((د يوناما استازی بايد باجرأته او قوي سړی وي، ښه خبره به دا وي چې دوی د چا تر اغېز لاندې رانشي . ))

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي دفتر سره له ټولو ننگونو يو لړ پرمختگونه هم لرل ، د دغې ادارې په هڅو سره د دوو لويو جرگو لپاره لاره هواره شوه .

په دغو جرگو کې په افغانستان کې ټولې هغه ښکيلې غاړې يې سره د يو بل په وړاندې کينولې چې تر دې وړاندې يې يو بل سره د ټوپک په ژبه خبرې کولې .

د دې تر څنگ يې د دغه هيواد لپاره اساسي قانون تصويب کړ، او په افغانستان کې يې د 30 کاله ځنډ وروسته د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو لپاره لاره پرانيسته .

د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټى په افغانستان کې د دغې ادارې پر کړو وړو رڼا اچوي :

((په 2001 کال کې د بن کنفرانس لاسته راوړنه، او په 2002 کال کې د لويې جرګې دايرول وو، او په 2004 کال کې د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو رامنځ ته کول وو، دا ټولې د يونما لاسته راوړنې وې . ))

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نصرالله ستانيکزى سره له دې چې په ځينو برخو کې د يونما کړنې بريالۍ بولي ، خو دا هم وايي چې لا هم دغه اداره په دې نه ده توانيدلې چې په افغانستان کې د ښکيلو غاړو او هيوادونو تر منځ همغږي رامنځته کړي .

دغه شان يو شمېر افغانان بيا د افغانستان د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې د دغې ادارې هغه لاس ته راوړنې بولي چې د دوى پر وينا ډيره کاله يې په تمه وه

په ولسي جرگه کې د کندز د خلکو استازى معين مرستيال وايي سره د ځينو نيمگړتياوو که چېرته د ملگرو ملتونو همکاري نه واى نو دغه ټاکنې نه شوې تر سره کېداى :

((زموږ د انتخاباتو مساله وه، که د ولسمشرۍ انتخابات وو او که پارلماني ټاکنې، تر زياتې اندازې يونما د نظارت بڼه ورباندې درلوده، که د دوی همکاري نه وای موږ نه شوای کولی چې دغه ټاکنې ترسره کړو . ))

خو په ټوله کې په افغانستان کې د خلکو تمې دا وي چې دغلته د ملگرو ملتونو په مرسته به ولسواکي ټينگه شي ، د بشري حقونو درناوى به کيږي او د بشري حقونو سرغړونکي به د حساب کتاب لپاره د محاکمې تر ميز راکاږل شي .

خو په ولسي جرگه کې د کابل د خلکو استازې شکريه بارکزى وايي چې په همدغه موده کې نوموړې اداره د سياسي کړيو تر اغېز لاندې راغله او په خبره يې هغه څه چې شوي هغه هم دومره نه دي چې د چا زړه پرې اوبه وڅښي .

له لويه سره يوه ستره نيوکه چې پر دغې ادارې کېږي هغه د انتقالي عدالت نه پلي کول دي، خو په کابل کې د يونما يوه ويانده نيلاب مبارز وايي چې په دې برخه کې د دوى سره داسې ځواک نه شته چې جنگي مجرمين د محاکمې تر بريده راکاږي :

((د افغانستان د قوانينو له مخې، براءت الذمه اصلي حالت دی، تورن بلل کېدی شي، خو سزا نه شي ورکول کېدی، ترهغه پورې چې درېيمه محکمه د هغه تور ثابت کړي . ))

داسې انگيرنې هم شته چې ښايي د انتفالي عدالت د نه پلي کېدو يو لامل دا هم وي چې نړيوال نه غواړي يو ځلې بيا افغانستان د بېلابېلو وسله والو ډلو تر منځ د جگړې پر ډگر بدل شي .

خو ښاغلى خروټى وايي چې له همدغو وسله والو کسانو نه بهرنيان ملاتړ کوي ، هغه وايي که چېرته له دغو ټوپکمارو نه د نړيوالو ملاتړ لرې شي ، نو افغانان به يې پخپله محاکمه کړي .

اغلې بارکزى هم په دې نظر ده چې که چيرته دوى په پراخه کچه جگړه مارو ډلو ته په دوو لويو جرگو او د ولسمشرۍ او پارلماني ټاتکنو پر مهال وخت نه واى ورکړل شوى نو په وينا يې خبره دې ځاى ته نه رسېده .

خو اغلې مبارز بيا وايي چې په دې برخه کې يونما د افغانستان اساسي قانون ته په پام سره دغه چارې ترسره کړې او دا بيا د افغانانو خوښه وه چې هغوى څوک د خپلو استازيو او يا هم د ولسمشر په توگه ټاکلو .

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم ځل ټاکنو پر مهال پر يونما نيوکې ډيرې وشوې او داسې اوازې او گونگوسې هم اوريدل کيدې چې دغه اداره د بېلابېلو کانديدانو په ملاتړ کې ولاړه ده چې وروسته بيا پخپله د يونما د چارواکو تر منځ هم ناندريو رسنيو ته لاره ومونده او کيسه لا نوره هم کړکيچنه شوه .

د ولسمشرۍ دويم ځل ټاکنو ته يو ولاړ کانديد ياسين ساپى وايي چې د همدغې ادارې له خوا د ولسمشرۍ ټاکنې ټکنۍ شوې .

بله نيوکه چې پر دغې ادارې کيږي هغه دا ده چې د بشري مرستو په همغږي کولو کې پاتې راغلې او يا هم هغه مرستې چې له افغان حکومت سره کيږي هغه نا دولتي سازمانونو ته ورکول کيږي چې د يو شمير کتونکو په وينا تر نيمايي زياته برخه يې د بهرنيو او کورنيو فرارداديانو جيبونو ته لويږي .

ياسين ساپى وايي چې دوى پر افغان حکومت باور نه کوي او د مرستو غوښنه برخه د حکومت پر ځاى نورو ادارو ته سپاري .

د ښاغلي ساپي سره يو شمير نور افغانان هم همغږي دي او وايي چې په ټوله کې يونما د دې پر ځاى چې د افغان حکومت سره همکاري وکړي ، غواړي د حکومت تر څنگ بل حکومت هم جوړ کړي .

Image caption وړاندې کای ايده افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و.

نصرالله ستانيکزى وايي چې که چيرته دغه نوى استازى په افغانستان کې شته واقيعتونو ته پاملرنه و نه کږي او د افغان حکومت او نړيوالې تولنې تر منځ همغږي رامنځته نه کړي . نو تمه نه کيږي چې د دغه نوي استازي ماموريت دې هم بريالى راوخيژي .

دا مهال په افغانستان کې د ملگرو ملتونو په اډانه کې زر تنه بهرني او شپږ زره تنه افغان کارکونکي کار کوي چې په پلازمېنې کابل او نورو سيمه ييزو ادارو کې په دندو بوخت دي .

سټيفن ديميستورا په افغانستان کې د ملگرو ملتونو څلورم استازى دى چې په کار پيل کوي .

تر ده وړاندې کاى ايده په دغې څوکۍ دوه کاله کار کړى و چې په وروستي کال کې ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ادعا شويو درغليو پر سر د اختلاف له امله خبره دې کچې ته ورسيده چې د ده او د هغه د مرستيال پيتر گالبريت تر منځ د لانجې په پايله کې ښاغلي گالبريت استعفا ورکړه .

ددغو داخلي جنجالونو له کبله که څه هم د ملگرو ملتونو اعتبار هم يو څه زيانمن شو، خو د نوي استازي سره دا هيله کېږي چې په افغانستان کې به د ملگرو ملتونو دفتر نه يوازې خپلې داخلي چارې سمې کړي، بلکې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د کارونو په سموالي کې به هم اغېزمن رول ولوبوي .