ولسي جرګه: رد شوي نوماند وزيران بايد بيا معرفي نه شي

محمد محقق
Image caption ښاغلى محقق وايي چې ښايي په هغو دوو ځلو کې د جرگې استازيو هغه وزيراتن په سمه توگه نه وي پيژندلي چې د ولسمشر کرزي له خوا ورمعرفي شوي وو

د افغانستان د ولسي جرگې يو شمېر استازي وايي هغه وزيران چې يو ځلې د دغې جرگې له خوا رد شوي ولسمشر يې بايد د دوهم ځل لپاره د هماغو پوستونو لپاره دوى ته ورو نه پېژني .

دغه استازي وايي چې د ولسي جرگې د داخلي دندو د اصولو له مخې يو کس بايد دوه ځلې د يوه پوست لپاره هغوى ته معرفي نه شي .

دغه څرگندونې تر هغې يوه ورځ وروسته کېږي چې پرون ولسمشر کرزي ځيني وکيلان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د همدغې موضوع لپاره وربللي وه .

دغه وکيلان وايي له دوى نه د ښاغلي کرزي غوښتنه دا وه چې که ځيني رد شوي وزيران يو ځلې بيا هغوى ته ورپيژندل کيږي نو په وينا يې بايد د باور رايې تر لاسه کړي

د افغانستان د حکومت په اډانه کې لا هم د ۱۱ وزارتونو څوکۍ تشې پاتې دي، سره له دې چې افغان ولسمشر حامد کرزي همدغو څوکيو ته دوه ځلې وزيران ونومول ، خو دواړه ځله د ولسي جرگې د استازيو له خوا هغوى رد شوه .

تيره ورځ د افغان ولسمشر په بلنه د ولسي جرگې يو شمير استازي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وربلل شوي وو او ولسمشر کرزي ترې غوښتي وه چې که چيرته رد شوي وزيران يو ځلې بيا دوى ته ورپيژندل کيږي نو بايد د باور رايې ورکړل شي .

Image caption د روان کال د اگست په مياشت کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د نوې جوړې شوې ادارې ۱۱ وزيران د همدغو ستونزو له امله لا تر اوسه د ملي شورا له خوا نه دي منظور شوي .

خو په جرگه کې د دايکندي ولايت استازى محمد نور اکبري وايي د ولسمشر کرزي دغه غوښتنه هغه مهال د منلو وړ ده چې د جرگې د کورنيو دندو په اصولو کې بدلون راوستل شي .

د ولسي جرگې د کورنيو دندو د اصولو په ٧٢ مه ماده کې راغلي چې يو کس د دوه ځلو لپاره د يو وزارت د څوکۍ لپاره نه شي نومول کزداى او د دغو اصولو مادې هم د افغانستان د اساسي قانون د مادو په څزر بدلون نه شي موندلى ، دا کار هله شونى کيداى شي چې د جرگې دوه په دريمه برخه غړي د هغې د بدلولو په اړه رايې وکاروي .

په جرگه کې د کابل د خلکو استازى ميراحمد جوينده وايي نه ښايي ځينو کسانو ته د امتياز ورکولو په موخه قانون مات شي :

"که دا معرفي شي، لومړی خو دا کار امکان نه لري، ولسمشر او ولسي جرګه چې خپله قانون ماتوي، نو پلی کوي به يې څوک؟! "

د ولسي جرگې ځينې غړي وايي چې ولسمشر کرزى د خپلو هغو ملاتړو تر سختو فشارونو لاندې دى چې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال يې له ولاسمشر کرزي نه ملاتړ کوى و او هغوى اوس د خپل ملاتړ په بدل په کابينه کې د ځينو څوکيو د تر لاسه کولو لپاره لېواله دي .

دوه ځلې ناکامي

په دغو ملاتړو کې د محمد محقق په مشرۍ د وحدت گوند او د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي گوند غړي دي چې دوه ځلې په جرگه کې و نه توانيدل د باور رايې خيلې کړي .

خو ښاغلى محقق وايي چې ښايي په هغو دوو ځلو کې د جرگې استازيو هغه وزيراتن په سمه توگه نه وي پيژندلي چې د ولسمشر کرزي له خوا ورمعرفي شوي وو :

(( ښايي په جرگه کې ځينو استازيو دغه کسان سم نه پيژندل او د ولسمشر نظر دا دى چې که په همدې تړاو څوک رد شوي وي او هغه سم خلک وي ، لوړې زده کړې ولري او ژمن کسان هم وي ، نو ولسمشر کرزى دا حق لري چې هغوى د دوهم ځل لپاره جرگې ته وروپيژني او ښايي د هغو کسانو نظر يې هم په اړه بدلون موندلى وي چې يخوا يې هغوى ته رايې نه وې ورکړي ، زما له نظره په دې برخه کې کومه ستونزه نه ليدل کېږي . ))

د روان کال د اگست په مياشت کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د نوې جوړې شوې ادارې ۱۱ وزيران د همدغو ستونزو له امله لا تر اوسه د ملي شورا له خوا نه دي منظور شوي .

که څه هم ددغو وزارتونو وزيران لا هم د سرپرستو په توگه دندې تر سره کوي ، خو د کارپوهانو په وينا ولسي جرگې ته د پاتې وزيرانو په ورپېژندلو کې ځنډ د دغو وزارتونو چارې هم اغېزمنې کړې دي .