ناټو: کندهار کې عمليات پيلوو

کندهار
Image caption ناټو وړاندې هم ويلي وو چې په کندهار ولايت کې به د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيلوي.

ناټو او امريکايي پوځونو د افغانستان په کندهار کې د طالبانو په وړاندې خپل پوځي عمليات پيل کړي دي .

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال (سټنلي مکرېسټل) خبريالانو ته وويل د امريکا په مشرۍ پو ځي عمليات له لومړيو پوځي او سياسي هلوځلو سره پيل شوي دي.

په دغو عملياتو کې د مهمو سرکونو او د کندهار چاپېر ولسواليو امنيت ساتل شامل دي .

جنرال مکرېسټل وويل دغه عمليات به په راتلونکو اونيو او مياشتو کې ګړندي شي او خورا اوږده موده به دوام وکړي .

تر دې وړاندې حکومتي چارواکيو او بهرنيو پوځيانو ويلي و چې د هلمند په مارجه او نادعلي کې به له عملياتو وروسته د هغو لمن ګاوندي کندهار ته هم وغځوي.

په سویلي او نا رامه ولایت کندهار کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له لوري د پوځي عملیاتو د پیل خبر داسې مهال خپریږي چې د کندهار په ګاونډي ولایت هلمند کې د ورته عملیاتو له پای ته رسیدو شاوخوا یوه میاشت په تېرېدو ده .

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مکرېسټل د چهارشنبې په ورځ د یوه ویډیویي کنفرانس په ترڅ کې په کندهار کې د پوځي عملیاتو له پیل کیدو خبر ورکړ.

Image caption ښاغلي مکرېسټل ویلي دغه عملیات به د اوونیو او میاشتو لپاره پرمخ روان وي .

نوموړي ویلي د طالبانو په پخواني مرکز کندهار ولایت کې یې د طالب اورپکو پر ضد خپل یرغل د لومړنیو پوځي او سیاسي هڅو پرمت پیل کړی او په عملیاتو کې د کندهار او شاوخوا ولسوالیو د راتلونکو مهمو لارو خوندي کول هم شامل دي.

نوموړي دا هم ویلي چې عملیات اوسمهال په درز کې روان دي.

ښاغلي مکرېسټل ویلي دغه عملیات به د اوونیو او میاشتو لپاره پرمخ روان وي .

خو دا چې په دغو عملیاتو کې به افغان ځواکونه هم ګډون لري او که نه او شمیره به یې څومره وي تراوسه څه نه دي ویل شوي .

ورته مطالب