په سالنګ کې ترافيکي پېښې ۳۵ مسافر ووژل

سالنګ
Image caption وړاندې په سالنګ کې د واورو د ښوېدو له امله ګڼ مسافر ووژل شول او ډېر نور ژوبل شول .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې نن سهار (چهارشنبه، د مارچ ۱۷مه) د سالنګ په چهار مغزک سيمه کې يو بس موټر له سړکه وتلی چې لږ ترلږه ۳۵ مسافر پکې وژل شوي .

د افغانستان د شمالي بغلان ولايت په سالنګ کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۳۵ مسافر وژل شوي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پېښه نن سهار د سالنګ په چهارمغزک سيمه کې هغه مهال وشوه چې يو بس موټر له سړکه ووت .

سرچينه زياتوي چې له مسافرو ډک موټر له يوه بار وړونکي ګاډي سره ټکر شو .

په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شاملي دي .

په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د بغلان ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي .

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي بللې ده .

د تېرې فبرورۍ په لومړيو کې سالنګ کې د واورو د ښويېدو او سخت توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي وو او سلګونه مساپر او ګاډي تر واورو لاندې بند پاتې وو .

توپان

دا پېښه هله رامنځ ته شوه، چې توپان او ډېر تېز باد واورې وښويولې او ګڼ ګاډي يې لاندې کړل .

Image caption هلمند افغانستان په جنوب کې يو تر ټولو نارامه ولايت دی .

بل خوا د کورنيو چارو وزارت بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه ويلي چې په نارامه سوېلي هلمند ولايت کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي .

خبرپاڼه زياتوي دغو ځانمرګو بريد کوونکو د ښځو چادرۍ اغوستې وې، او په لښکرګاه کې يې د بهرنيانو پر يوه دفتر بريد کاوه .

د کورنيو چارو وزارت وايي په پېښه کې هېچا ته نور زيان نه دی اوښتی .

خو لوېديځو رسنيو په پېښه کې د دوو بهرني کارکوونکو د ټپي کېدو خبر ورکړی .

د يوه بل خبر له مخې ناپېژاندو وسله والو د غزني ولايت د اداري اصلاحاتو د کمېسيون رييس جاوېد عالمي په ډزو وژلی دی .

د پېښې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده.

پېښه تېر ماښام د غزني په ښار کې وشوه .