افغانستان: جنګي مجرمين له قضايي او عدلي څاره وژغورل شول

Image caption ځينې کارپوان وايي که په دغه هيواد کې د انتقالي عدالت پروسه پيل شي او په ترڅ کې يې د جنگي مجرمانو د محاکمې خبره راپورته شي کيدى شي چې ددغه قانون په اړه نورې تودې ناندرۍ هم سر راپورته کړي .

د لومړي ځل لپاره د افغانستان حکومت منلې ده چې د ملي روغې جوړې طرحې د يوه پلي شوي قانون بڼه غوره کړې ده .

ددغه قانون له مخه هغه کسان له عدلي او قضايي څار نه ژغورل کېږي چې د تېرو دريو لسيزو په کورنيو جگړو کې ښکېل وو .

خو دا چې افغان حکومت دغه طرح د يوه نافذ قانون په توگه منلې ده، دې چارې د بشر د حقونو د يو شمير ټولنو توند غبرگونونه پارولي دي، دغه ټولنې وايي چې يادې دغه قانون بېرته لغوه اعلان شي او يا دې په کې بدلونونه راشي .

هغه کسان چې تر ٢٠٠١ کال څخه مخکې د بشر د حقونو پر ماتولو تورن دي، د عدلي او قضايي څار په اړه يې له پخوا راهيسې په سياسي ،حقوقي او بشري بنډارونو کې تاوده بحثونه روان پاتې شوي دي .

د ولسي جرگې په دغه طرحه کې هغه ټول کسان له عدلي او قضايي څار نه ژغورل شوي بلل شوي وو چې د تېرو دريو لسيزو په کورنيو او نورو جگړو کې ښکېل وو .

د ولسي جرگې تر تصويب وروسته ولسمشر حامد کرزي دغه طرحه لاسليک نه کړه، خو اوس د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې دا طرحه د ولسي جرگې له درېيو برخو نه دوو برخو تصويب کړې او په رسمي جريده کې خپره شوې ده نو ځکه د يوه پلي شوي قانون بڼه لري :

(( لکه د عدليې وزير چې راته وويل د معافيت يانې ژغورنې قانون د حکومت په رسمي جريده کې خپور شوى دى،وروسته تر هغه مهاله چې ولسمشر ددغه قانون طرحه رد کړه دپارلمان له دريو څخه دوو برخو تصويب کړه،د اساسي قانون پر بنسټ دغه قانون بيا د ولسمشر لاسليک ته اړتيا نه لري. ))

د افغانستان په پارلمان کې هغه کسان ډېر او لاس بري برېښي چې د تېرو دريو لسيزو په جگړو کې يې له جنگي ډلو سره تړاو درلود .

د بشر د حقونو د خوندي کولو ځينې ټولنې وايي چې له دغو کسانو څخه ډېرو يې په تيرو دريو لسيزو او په ځانگړي ډول د کورنيو جگړو پر مهال د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي .

دا چې د ولسي جرگې طرحه په رسمي جريده کې چاپ شوه او حکومت د يوه نافذ قانون نوم ورکړ دې چارې د بشر د حقونو د ټولنو توند غبرگونونه پارولي دي .

د بشر د حقونو ځينې نړيوالې ټولنې وايي ملگري ملتونه او د امريکې متحد ايالتونه بايد پر ولس مشر کرزي فشار راولي چې دغه قانون لغوه کړې او يا په کې بدلون راولي د افغانستان د بشر د حقونو د يوې ټولنې مشر لال گل هم ورته غوښتنه لري :

Image caption د بشر د حقونو ځينې ټولنې د ژغورلتيا دغه قانون له تاوانيانو سره زياتى بولي او وايي چې کومو کسانو د بشر پر حقونو پښې ايښي دي بايد ونه بښل شي .

((موږ يوازې له ملګرو ملتونو يوه حقوقي او اصولي غوښتنه کوو، پرحکومت فشار راوړي چې دغه قانون تعديل کړي او يا يې لغوه کړي، او داسې مادې پکې رامنځ ته کړي چې د زيانمنو خلکو حقونه پکې ترپښو لاندې نه شي . ))

ښاغلي لال گل وويل په جنگي جرمونو تورن کسان هله ژغورکيداى شي چې په جگړو کې تاواني شوي خلک يې وبښي او که داسې ونه شي هېڅوک يې د بښلو حق نه لري .

ځينې کارپوان وايي که په دغه هيواد کې د انتقالي عدالت پروسه پيل شي او په ترڅ کې يې د جنگي مجرمانو د محاکمې خبره راپورته شي کيدى شي چې ددغه قانون په اړه نورې تودې ناندرۍ هم سر راپورته کړي .

بله غاړه د بشر د حقونو ځينې ټولنې د ژغورلتيا دغه قانون له تاوانيانو سره زياتى بولي او وايي چې کومو کسانو د بشر پر حقونو پښې ايښي دي بايد ونه بښل شي .

تېر په هېر

خو د قانون پلويان وايي چې تېر په هېر گڼل به له ملي يووالي،حکومتولۍ او هيواد جوړونې سره مرسته وکړي، او د تېرو نادودو لړۍ ته به د تل لپاره وروستى ټکى کېږدي .