کرزی له طالبانو سره د خبرو پرسر له اوباما سره غږېدلی

وسله وال طالبان
Image caption د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبره داسې مهال راپورته کېږي چې امريکايي او ناټو ځواکونو خپل پوځي خوځښتونه د افغانستان په سويلي سيمو کې ګړندي کړي دي .

افغان دولت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د جوړجاړي په چاره کې دې د افغانستان له حکومت سره همغږې شي .

افغان دولت له نړيوالې ټولنې له طالبانو سره د جوړجاړي په برخه کې د همغږۍ غوښتنه کړې .

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د دغه هېواد برى له همدغې مسئلې سره تړلی دى .

د ولسمشر وياند وايي چې ولسمشر کرزي پر همدې تړاو د خپل امريکايي سيال سره غږېدلى دى .

د طالبانو او افغان حکومت سره د جوړجاړي خبرې داسې مهال راپورته کېږي چې د يو شمېر رپوټونو له مخې لا هم د افغانستان لوېديځي ملاتړي په دې برخه کې سره يوه خوله نه دي .

د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې ښاغلي کرزي تېر ماښام د خپل امريکايي سيال سره د ټليفيون پر ليکه څه نا څه يو ساعت خبرې وکړې .

هغه وايي د دغو خبرو په ترڅ کې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبره هم راپورته شوه .

د ښاغلي عمر په خبره دواړه ولسمشران په دې کې سره يوه خوله وو، چې د افغانستان ټول ملاتړي هېوادونه د طالبانو سره د جوړ جاړې په چاره کې همغږي دي .

داسې ويل کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي پرسر د ځينو لوېديځو هېوادونو او امريکا په نظرونو کې توپير ليدل کېږي .

تر دې وړاندې يو شمېر لوېديځو ديپلماتانو د دغې تګلارې ننګه کړې، خو له افغان حکومت سره د ځينو طالب مشرانو په يو ځای کېدو کې سره نتيجې ته نه دي رسېدلي .

Image caption دواړه ولسمشران په دې کې سره يوه خوله وو، چې د افغانستان ټول ملاتړي هېوادونه د طالبانو سره د جوړ جاړې په چاره کې همغږي دي .

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبره داسې مهال راپورته کېږي چې امريکايي او ناټو ځواکونو خپل پوځي خوځښتونه د افغانستان په سويلي سيمو کې ګړندي کړي دي .

له بله پلوه د طالبانو ځينې مشران لکه ملا عبدالغني برادر په وروستيو اوونيو کې په پاکستان کې ونيول شو .

د ځينو لوېديځو سرچينو پر بنسټ ملا برادر تر نيولو مخکې غوښتل چې له افغان حکومت سره له مخالفته لاس په سر شي، خو ښاغلي عمر په دې برخه کې له څه ويلو ډډه وکړه .

خو يو ځلې بيا يې په دې خبر ټينګار لاره چې له پاکستان يې غوښتي چې ملا برادر افغان دولت ته وسپاري .

ښاغلي عمر دا هم وويل چې ولسمشر کرزي خپل امريکايي سيال سره په ټليفوني خبرو کې دا اندېښنه هم په ډاګه کړه چې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د جګړې پر ميدان بدل نه شي .

ورته مطالب