جرمني : د جنوب په څير عمليات په کندز کې پيليداى شي

کندز
Image caption څو مياشتې وړاندې په کندز کې د بمبارۍ له امله ملکي وگړي وژل شوي و چې په جرمني کې يې د ځينو چارواکو استعفى ته خبره راکاږله .

د جرمني يوۀ لوړ پوړي پوځي جنرال ويلي چې د افغانستان د کندز ولايت وضعې ته په پام سره دا امکان شته چې د هلمند د مرجې په څير عمليات په شمال کې هم پيل شي

جنرال برونو کاسدوف چې په کابل کې د ايساف د پوځونو مهم غړى دى وايي په کندز کې هم هغه ډول عمليات ممکن دي چې د افغانستان په نورو سيمو کې وليدل شول

جنرال کاسدوف د جرمني له يوۀ تلويزيون سره په خبرو کې زياته کړه چې کندز هغه ځاى دى چې لوى عمليات پکې ممکن دي

دۀ د کندز حالات ستونزمن وبلل

جرمن جنرال وويل د هلمند په ولايت کې چې کوم عمليات روان دي د هغو کاپي په شمال کې هم ممکنه ده

جنرال کاسدوف وويل بايد په کندز کې له وسله والو مخالفانو سيمه پاکې شي او بيا هغه سيمه وساتل شي چې ځايي چارواکي پکې فعاله شي

دۀ د کندز د هغو سيمو نومونه وانه خيستل چې وسله وال مخالفان پکې لاس بري دي

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د کندز ولايت د افغانستان په شمال کې د وسله والو مخالفانو د مقاومت له پلوه ډير ياد شوى دى

د کندز په ولايت کې د جرمني ځواکونه ځاى پر ځاى دي او دوى هلته د ولايتي بيا رغاونې ټيم يا پي ار ټي هم لري

څو مياشتې وړاندې د کندز په ولايت کې د جرمن پوځيانو له خوا د ناټو د الوتکو په بمبارۍ کې ځينې ولسي وگړي ووژل شول

د هغه بريد له امله په افغانستان کې دننه او خپله په جرمني کې ډير شور جوړ شو چې د ځينو جرمن چارواکو استعفى ته يې خبره راکاږله .