د طالبانو نيول د ملګرو ملتونو پر شونتياوو منفي اغېز کړی

ابو وقاص
Image caption د پاکستان پوځ ګڼ طالب جګپوړي مشران نيولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړی استازي کای ايډه د پاکستان پر دې عمل ستوغه نيوکه کړې چې په دې وروستيو کې يې د طالبانو مخور مشران ونيول .

دی وايي د دغو نيونو له امله له طالبانو سره د تړاو مزي پرې شوي دي .

ښاغلی ايډه چې يو نارويژی ديپلومات دی، دوه کاله مخکې د ملګرو ملتونو له خوا کابل ته استول شوی و، چې په افغانستان کې نړيوالو هلوځلو ته يو نوی سېک ورکړي. هغه مهال د کابل او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړيکي په کړکېچ کې وو .

ښاغلي ايډه د خپلې دندې له پرېښودو راهيسې په لومړۍ مرکه کې بی بي سي ته وويل چې له جګ پوړيو طالب استازيو سره خبرې د ده د ستراتيژۍ يوه برخه وه چې د افغان کړکېچ لپاره يو حل راومومي :

''طبعاً ما د طالبانو له مشرانو سره کتلي دي . ما د طالبانو له مشرانو سره هغه مهال کتلي چې په افغانستان کې وم. ما په خپله پر دې ټينګار کاوه، او د هغې دندې له مخې چې موږ تر سره کوله زما لپاره هېڅ بل څه د فکر وړ نه وو .''

ښاغلي ايډه وويل ده لومړی ځل له جګپوړيو طالب مشرانو سره په تېر پسرلي کې تماس نيولی و . ده وويل خبرې تر هغه په ډول پر مخ روانې وې چې د پاکستان او امريکا استخباراتي کړيو د سږ کال په لومړيو کې د ملا عبد الغني برادر په ګډون د طالبانو څو تنه مخور مشران ونيول. دواړو پاکستان او امريکا د ښاغلي برادر نيونه يوه داسې پېښه وببله چې له دوی سره بخت په کې مل و. خو ښاغلی (ايډه) وايي د دغې نيونې پايلې داسې شوې چې په خبرو په اړه باور ته په کې زيان ورسېد :

Image caption کای ایده : '' زه باور کوم څه چې په تېر څو اوونيو کې شوي، د دې پر ځای چې طالبان نور د خبرو مېز ته رانژدې کړي، ښايي د هغوی دريځ يې نور هم سخت کړی وي.''

''په دې اړه نيت زما لپاره روښانه نه دی، ځکه چې زه پر حالاتو نه پوهېږم . بيا د اغېز پوښتنه راځي . د ده له نيولو وروسته د طالبانو د لږ ترلږه ۱۰، ۱۲ ، ۱۴ نورو مخورو طالبانو نيونه راځي . څه چې زه يې ويلی شم، له شک پرته دې ټولو زموږ پر شونتياوو منفي اغېز پرې اېښی، او د سياسي بهير پرمخ بېولو په وړاندې يې چې موږ يې اړين بولو، ستونزه جوړه کړې ده . ''

د پاکستان له خوا وروستۍ نيونو داسې ګونګوسې او پوښتنې راپورته کړې چې ولې يې اوس ګام پورته کړ، په داسې حال کې چې له پخوا ورته طالبانو ته د خوندي ځايونو برابرولو ګوته نيول کېده . ښاغلي زياته کړه د پاکستان چارواکي په دې پوهېدل چې دغه نيونې به پر سياسي خبرو اغېزه کوي:

''پاکستانيانو داسې رول ونه لوباوه چې بايد لوبولی يې وی . دوی بايد پر دې پوهېدلی . زه باور نه کوم چې دغه خلک دې تصادفي نيول شوي وي، دوی هرومرو په دې پوهېږي چې دوی څوک وو، څه ډول رول يې لوباوه، او تاسې يې نن پايلې ګورﺉ . ''

ښاغلي ايډه زياتوي، دی له هغو ی سره يوه خوله نه دی چې وايی طالبانو نه غوښتل خبرې وکړي. دی وايي داسې فکر نه شي کېدی چې دغه خبرې دې د طالبانو د مشر ملا عمر له خوا له زرغونې اشارې پرته ترسره شوې وي. نوموړی وايي خبرې بايد ان لا له وړاندې پيل شوې وی، چې د ده په خبره به د اوس په پرتله په کې لا زيات پرمختګ شوی و .

ښاغلی ايډه وايي له پخوانيو درسونو زده کړه نه ده شوې، او له طالبانو سره په خبرو کې پاتې راتلنه، زيان رسوونکی اغېز لري :

''زه په نړيوالو چارو کې د بوختيا څه د پاسه ۳۵ کلنه تجربه لرم، موږ ډېر ځل د خپلو مخالفانو يا بل اړخ په اړه ناسم قضاوت کوو. په ۵۰ مو کلونو، ۶۰ مو کلونو او ۷۰ مه لسيزه کې څه وشول. موږ په ۹۰ مو کلونو کې داسې وکړل، او اوس يې بيا کوو، زه باور کوم چې که موږ دې ته د طالبانو له نظره کتلي وی، کېدی شوی موږ د هغو په پرتله چې نن يې ګورو، بېلو پايلو ته رسېدلي وی. زه باور کوم څه چې په تېر څو اوونيو کې شوي، د دې پر ځای چې طالبان نور د خبرو مېز ته رانژدې کړي، ښايي د هغوی دريځ يې نور هم سخت کړی وي . ''

له طالبانو سره خبرې د ځينو افغان اړخونو او بهرنيانو ترمنځ لا تر اوسه يوه ناندره ييزه مساله ده. بريتانيا تر ځانګړيو شرطونو لاندې له لوړې کچې خبرو ښکاره ملاتړ کړی دی .

خو امريکا داسې ښکاري چې د دغه ډول نژدېوالي په اړه يې احتياط کاره دريځ غوره کړی وي. ښاغلي ايډه له طالبانو سره خپلې خبرې په لومړيو پړاوونو کې وبللې، او په احتياط يې وويل دا به اوونۍ، مياشتې او ان لا اوږد وخت ونيسي چې د لا اغېزناکو خبرو لپاره لار هواره شي .

خو ده ټينګار وکړ چې دا يوازينۍ لار ده چې له مخې يې دا اوږده جګړه پای ته ورسېږي .

ده وويل د پاکستان نيونې په شا تګ و، خو هيله يې څرګنده کړه چې دا به د طالبانو نظرونه ډبرين نه کړي .