هرات کې د ''ور'' په نامه نوی ادبي بهير پيل شو

هرات
Image caption د ور ټولنه د اوس لپاره په نسبتاً پراخه کچه د هرات په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې فعالیت لري، خو تمه کېږي چې له دې وروسته یې د فعالیتونو لمن ګاونډي ولایتونو ته هم پراخه شي.

په لوېدیځ ولایت هرات کې د ''ور'' په نامه یو نوی ادبي بهیر پیل شوی دی.

د افغانستان په لوېدیځ کې د بېلابېلو سیمو یوشمېر ځوان پښتانه شاعران او لیکوالان هڅه کوي له دې لارې د هنري او څېړنیزه ادبي آثارو د تخلیق پراخه زمینه برابره کړي. د ''ور'' ادبي کلتوري ټولنه که څه هم تر دې وړاندې فعاله وه،خو اوس په سیمه کې په رسمي بڼه او په پراخه کچه ادبي فعالیتونو ته چمتو شوې ده.

ځوان لیکوال او د ملالۍ ټولنې غړی مجروح چې د'' ور'' ادبي څانګې په جوړولو کې یې مهمه ونډه اخيستې وایي دوی له ډېر پخوا راهیسې په دې فکر کې وو چې د افغانستان په لوېدیځ کی د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره داسې یوه څانګه جوړه کړي.

ښاغلی مجروح وایي دا نوې څانګه به د ټولو نورو هغو ادبي ټولنو په مرسته چې ورته اهداف لري، یو ګرځنده کتابتون چمتو او دودیزه مشاعرې جوړې کړې:

د ټولو پرمخ پرانيستی ور

'' په دې کې به ټولې ټولنې سره راټولې شي، دا ''ور'' د هر چا پر مخ پرانیستی دی، که د ملاۍ ټولنه ده ، که د ''سپینې ادې'' ټولنه او که نورې د پښتنو ټولنې دي دوی دې راشي په دې ټولنه کې دې ګډون وکړي، موږ به پسرلي کې یوه لویه مشاعره جوړوو، په دې کې دې ګډون وکړي، ضمناْ یو ګرځنده کتابتون به هم جوړوو. '' ځوان ورځپاڼه لیکونکی او لیکوال شراف الدین ستانکزی چې د ور ادبي ټولنې غړیتوب لري وایي دی د دې بهیر راتلونکی او د هغو د فعالیتونو ښو پایلو ته ځکه خوشبینه دی چې په لنډ مهال کې ګڼ شمېر ځوانانو پکې آن د ډېرو ليرې سمیو نه د ګډون لپاره لېوالتیا ښودلې :

'' دا ټولنه ښه راتلونکی لري، دا نه یوازې د هرات د مرکز بلکې د بالامرغاب ، تورغنډۍ، او شینډنډ نه دلته د دې ټولنې په مشاعرو کې ګډون کوي، تاسې فکر وکړﺉ یوڅوک چې د بالامرغاب نه په خپل شخصي لګښت هرات ته په مشاعرو کې د ګډون لپاره راځي نو هغه به څومره له دې ټولنې سره لېوالتیا لري. '' دغې نوې ادبي څانګې اوس د ابتدایي امکانوتو نه په ګټې سره کار پیل کړی او تمه لري چې دولتی چارواکو له ژمنو سره سم یو اندازه مرستې د یوه مناسب ځای او نورو اړینو اسانتياوو د وروکولو په برخه کی مرستې ورسره وکړي .

ویل کېږي په هرات ولایت کې تر دې وړاندې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې او پراختیا لپاره چندانې کار د بېلابېلو عواملو له کبله نه دی شوی .

ځوان لیکوال ښاغلی مجروح همدی ټکي ته په اشارې سره د ورته ټولنو جوړېدل ډېر مهم ارزوي : '' زما له نظره تقریباْ درې لسیزې کيږي چې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې لپاره هېڅ ګام نه دی اوچت شوی دا اوس یو نوی ګام دی دا یو مثبت بهیر دی په هرات کې چې له دې نه وروسته موږ وکولای شو خپلې ژبې ته خدمت وکړو. '' د افغانستان پېژندل شوی لیکوال او منتقد ګل احمد نظري آریانا هم د ورته ټولنو رامنځ ته کېدل د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې لپاره یوه اړتیا بولي .

ښاغلی نظري وایي دا ډول کلتوري ادبي ټولنې کولای شي ځوان لیکوالان او شاعران د پښتو له شتمنې ژبې او د ابیاتو د اصیلو سرچینو سره بلد کړي:

Image caption د یادولو وړ ده چې د افغانستان په مختلفو سیمو او په ټولنيزه او ادبي ډګرونو کې زیاتې څانګې فعاله شوې خو له لنډې مودې وروسته یې کار د کافي سهولتونو د نشتوالي له کبله په ټپه درېدلی.

'' دا ډېر ښه دی چې مختلفې ټولنې رامنځ ته شي او د مختلفو زاویو نه د خلکو ژوندانه او ټولنې ته وګوري او هغه کسان چې د هنر او ادبیاتو او فرهنګ سره مینه لري خپل تخلیق کړي آثار ټولنې وړاندې کړي او د دې زمینه برابره شي چې د ټولنې وګړي له هنري فعالیتونو سره لازیات په تماس کې شي لازیات ورسره بلد شي دا کېدای شي چې هم له ژبې سره ډېر کمک وکړي چې خلک د ژبې له امکاناتو ښه استفاده وکولای شي او خپله ژبه او فرهنګ لا غني وساتي. '' په هرات ولایت کې دا یوازېنۍ ادبي ټولنه نه ده، بلکې د ''ملالۍ'' او ''سپینې ادې'' ټولنې هم په سیمه کې تر دې وړاندې فعاله شوې او ورته اهدافو ته یې د رسېدو لپاره هلې ځلې پيل کړې.

خو ښاغلی نظري په دې باور دی چې د دې ټولنو فعالیت هغه مهال ښې پایلې درلودای شي چې یو لخ بل سره د سیالۍ او منفي رقابت پر ځای همکاري او همغږي ولري: '' هیله مې دا ده چی دغه ټولنه وکولای شي خپلې اړیکې د نورو ورته ټولنو سره وساتي ، او داسې نشي چې د دوی اړیکې د نورو ټولنې سره ضعیفه وي، هغه ځانته فعالیت ولري او دوی ځانته، او خدای مکړه منفي رقابت ولري ځکه دا ډول رقابتونه معمولاً د دې ټولنو په تاوان تمامېږي اما که دوی وکولای شي دغه اړیکي ټینګ وساتي د یو بل سره مرستې وکړي نو د ټولنې کار به هم موفقه وي او راتلونکي ته به امیدونه ورته زیات وي. ''

د ور ټولنه د اوس لپاره په نسبتاً پراخه کچه د هرات په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې فعالیت لري، خو تمه کېږي چې له دې وروسته یې د فعالیتونو لمن ګاونډي ولایتونو ته هم پراخه شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان په مختلفو سیمو او په ټولنيزه او ادبي ډګرونو کې زیاتې څانګې فعاله شوې خو له لنډې مودې وروسته یې کار د کافي سهولتونو د نشتوالي له کبله په ټپه درېدلی.

ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د دې ډول ټولنو او څانګو د فعالیت دوام او څرنګوالی د کار لپاره د انګیزې سربېره په اړینو امکاناتو او له دوی سره د دولت د مرستو په کچه پورې هم اړه لري.