د اسلامي ګوند يو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره تللی دی

د حزب اسلامي مشر ګلبندين حکمتيار
Image caption د حزب وياند د خپل گوندد غوښتنو تکرارولو سره داسې اشارې هم ورکړې چې کېدى شي په دې ټولو هر اړخيزه بحث وشي.

له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د گلبدين حکمتيار د حزب اسلامي يو پلاوى کابل ته رسېدلى دى.

دا پلاوى چې مشري يې قطب الدين هلال کوي، د راپورونو ترمخه له اروپا او امريکا څخه هم په کې غړي شامل دي .

پلاوي لا له وړاندې کابل کې پخوانيو جهادي مشرانو عبدالرب رسول سياف او برهان الدين رباني سره ليدلي دي .

حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي اونه هم په دې تړاو نور جزييات تراوسه مخې راغلې دي .

د دې خبرو جزييات لا تراوسه ډېر روښانه نۀ دي، يوازې يو څه چې مخې ته راغلي دي هغه دا دي چې حزب اسلامي بيا هم په دې ټينگار کړ دى چې د بهرنيو ځواکونو وتلو لپاره دې مهال وېش وټاکل شي، کومه چې دا مهال د ډېرو په اند نۀ يوازې ډېره ليرې ښکاري .

بلکې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه هم ورسره اوسنيو حالاتو کې مخالف دي او هر ډول وتلو خبره د هغه وخت شرايطو سره تړي .

دا لومړى ځل نه دى چې د حزب او حکومت ترمنځ خبرې کېږي .

د طالبانو له سقوط وروسته د د واړو لورو ترمنځ خبرې شوې وې، او هم د حزب ډېر پخواني مسؤولين او قوماندانان هم حکومت سره له نژدې همکاره دي يوڅه چې توپير په کې ليدل کېږي هغه دا دي چې په لومړي ځل په دې ډول پلاوي کې له اروپا او امريکا څخه هم ورغلي استازي شامل دي .

د هارون زرغون په نوم يو تن چې ځان يې د حزب اسلامي د وياند په توگه معرفي کړ ، له يوه نامعلوم ځاى څخه بي بي سي ته په تيلې فون کابل ته د پلاوي د ورتگ د تاييد پر مهال وويل چې :

د پلاوي غړي

" ددې هيئت مشري د قطب الدين هلال پر غاړه ده او قريب الرحمن سعيد او داود عابدي په کې شامل دي، چې له امريکا او اروپا څخه ورغلي دي ."

که څه هم حکومت ددې پلاوي د ورتگ په اړه څه نه دي ويلي خو وړاندې کله چې هم د طالبانو سره خبرې يادې شوې د حزب اسلامي سره هم خبرو تاکيد شوى دى.

داسې وخت کې ددې نووخبرو د پيل خبرې مخې ته راځي چې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو پخواني استازي کای ايډه د پاکستان لخوا د طالبانو مخور مشرانو په نيولو د نيوکې پر مهال ويلي وو چې دې نيونو له امله له طالبانو سره د تړاو مزي پرې شوي دي .

ده دا هم ويلي وو چې له جګپوړو طالب استازو سره خبرې د ده د ستراتيژۍ يوه برخه وه چې د افغان کړکېچ لپاره يو حل پيدا کړي.

د حزب وياند د خپل گوندد غوښتنو تکرارولو سره داسې اشارې هم ورکړې چې کېدى شي په دې ټولو هر اړخيزه بحث وشي.

د ځينو په اند د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د خبرو هرډول پايلې طالبانو سره د خبرو په پيلېدو او د هغوي د اعتبار په پخولو او يا کمولو اغېز شيندى شي په دې مانا که دا خبرې کومې مثبتې نتيجې ته رسېږي طالبانو ته به چې د حکومت اصل مخالف لورى دى عمل کې ثابته شي چې حکومت رښتيا هم په خبرو کې جدي دي .