په خوست کې درنه چاودنه وشوه

خوست کې د يوې مخکېنۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په يوه سيمه کې شوې ده .

د افغانستان جنوب ختيځ خوست ولايت د مرکز په اړونده کوکرک بابا سيمه کې د نوي لمريز کال د لمانځلو پرمهال د زرګونه خلکو د ګڼې ګوڼې ځای ته نژدې چاودنه شوې، چې لږ ترلږه د يوه ساختماني شرکت دوه تنه ساتونکي پکې وژل شوي.

په خوست کې چاودنه شوې چې لږ ترلږه تراوسه د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

چاودنه خوست ښار ته څېرمه د کوکرک بابا په سيمه کې داسې مهال شوې، چې زرګونه خلک او ګاډي د نوي لمريز کال د لمانځلو مراسمو او مېلو ته راغونډ شوي ول.

د خوست ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد يعقوب بي بي سي ته وويل چاودنه يوه کرولا ډوله موټر ته څېرمه وشوه .

نوموړی وايي په ګاډي کې د يوه ساختماني شرکت ساتونکي سپاره ول.

په چاودنه کې درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

په ټپيانو کې يو ګاډۍ چلوونکی دی.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده، خو نور جزييات يې نه دي ورکړي.

د کوکرک بابا سيمه د مېلو ځای دی چې هر کال پکې زرګونه کسان د نوي کال د لمانځلو لپاره راغونډېږي خوښۍ او ساتېرۍ کوي.

تر اوسه د پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

تېره شپه په ختيځ ننګرهار ولايت کې هم درې چاودنې شوې وې، خو چا ته يې مرګ ژوبله نه وه اړولې.