سږکال څه باندې ۴۰ زره کسان لوړو زده کړو ته بريالي شوي

د کابل پوهنتون
Image caption دا مهال دغه خصوصي تحصيلي موسسې په هره مياشت کې له ٥٠ تر يو نيم سل امريکايي ډالره فيس غواړي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ډيرو خلکو مياشتنى عايد تردې کم دى .

دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي له نژدې نوي زرو ځوانانو څخه چې د کانکور په ازموينه کې يې برخه لرله تر نيمايي ډير يې ونه توانيدل دولتي پوهنتونو او نيمه تحصيلي موسسو ته بريالي شي .

تردې يو څه زيات ځوانان سږکال بيا په دې ونه توانېدل چې دلوړو زده کړو چانس په دولتي پوهنتونونو کې تر لاسه کړي .

د بريالي شويو څه باندې څلويښت زرو ځوانانو څخه يې څه باندې نيمايي دافغانستان پوهنتونونو ته بريالي شوي دي .

د لوړو زده کړو مرستيال وزير عتمان بابري د کانکور د پايلو د اعلان پر مهال وويل چې د کانکور له لارې د بريالي شويو څلورمه برخه نجونې دي :

((له دغې ډلې درې څلوېښت زره دوه سوه يو کسان لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړه، چې د نارينه محصلينو شمېر درې دېرش زره او نهه سوه او پنځوس چې څه باندې ۷۶ سلنه جوړوي، او لس زره او دوه سوه او يو پنځوس نجونې بريالۍ شوې دي .))

ښاغلي بابري وويل چې د نجونو لويه برخه به د کابل ، مزار، او هرات په پوهنتونونو کې جذب شي

او يادونه يې وکړه چې د پوهنتونونو او نيمه تحصيلي موسسو د جذب کچه به کال په کال لوړه کړي .

په دولتي پوهنتونونو کې دلوړو زده کړو له تر سره کولو څخه هر کال د لسگونو زره زده کونکو د پاتې کېدو مسله په افغانستان کې په يوې لويې ستونزې او اندېښنې اوښتي .

د کانکور په ازموينې کې د پاتې شويو ځوانانو ته اوس دوه لارې په مخ کې پرتې دي يا به بل کال بيا پوهنتونونو ته د برياليتوب په هيله د کانکور ازموينه ورکوي او يا به په خصوصي تحصيلي موسسو کې د پيسو په وړاندې لوست پيلوي .

په دغو تحصيلي مرکزونو کې هم دا مهال په زرگونو ځوانان په زده کړه بوخت دي ،خو د فيس لوړ والي دغو تحصيلي موسسسو ته د ډيرو زده کونکو دورتلو مخه ډب کړې ده .

دا مهال دغه خصوصي تحصيلي موسسې په هره مياشت کې له ٥٠ تر يو نيم سل امريکايي ډالره فيس غواړي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ډيرو خلکو مياشتنى عايد تردې کم دى .

ورته مطالب