طالبان: ښوونځيو ته به خنډونه نه جوړوو

طالبان
Image caption د طالبانو د دغې پرېکړې د عامو خلکو په ځانګړي ډول ښوونکو او زده کوونکو تود هرکلی کړی او ويلي دي چې اوس به په کړکېچنو سيمو کې که طالبان پر خپله ژمنه ټينګ پاتې شي، دوی به ډاډه زړه ښوونځيو ته ورشي .

په داسې حال کې چې د افغانستان په ختيځ کې له وړاندې نه ښوونځي او ښوونکي د سوېل په څېر له ګواښ سره نه وو مخامخ، خو سيمه ييزو طالبانو په خپله تازه پرېکړه کې د زده کړو او روغتيا په برخه کې د مرستې خبره کړې .

طالبانو ويلي دي چې د ښوونځيو او زده کړو پر وړاندې به هېڅ ډول خنډونه نه رامنځ ته کوي .

دغه څرګندونې په لومړي سر کې د طالبانو يوه سيمه ييزو وياند رسنيو ته کړې دي.

قاري يونس مجاهد، چې ځان د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د طالبانو وياند معرفي کوي، بيا په ټول افغانستان کې د ښوونځيو او کلينيکونو پرانيستلو ته د مرستې ډاډ ورکړی .

نوموړي دا هم ويلي چې ان د دوی تر لاس لاندې سيمو کې به ښوونځي جوړ کړي .

له مجاهد نه دا هم وپوښتل شو چې طالبان د دغه ډول څرګندونو نه د تبليغاتو د وسيلې په توګه کار اخلي .

ځکه په سوېل کې هلته چې د دوی نفوذ زيات دی، زياتره ښوونځي تړل شوي، د دې مانا نو څه کېدای شي ؟

ده وويل ښوونځي دوی نه دي تړلي، بلکې د جګړو له امله تړل شوي .

ده زياته کړه که چېرې د دوی تر ولکې لاندې سيمو کې ښوونځيو، ښوونکو او د زد ه کړې وسايلو ته څوک زيان واړوي ، سزا به ورکړي .

د طالبانو د دغې پرېکړې د عامو خلکو په ځانګړي ډول ښوونکو او زده کوونکو تود هرکلی کړی او ويلي دي چې اوس به په کړکېچنو سيمو کې که طالبان پر خپله ژمنه ټينګ پاتې شي، دوی به ډاډه زړه ښوونځيو ته ورشي .

که څه هم دا ډول څرګندونې طالبانو وړاندې کړې وې، خو په سويل کې لاهم ښوونځي تړلي پاتې وو، خو اوس به مالومېږي چې طالبان خپلې پرېکړې ته څومره ژمن پاتې کېږي .