کرزى : ارزگانيانو په روغه جوړه کې مرسته وکړئ

کرزى
Image caption له ولسمشر کرزي سره د ارزگان خلکو سپينې خبرې وکړې

د ښاغلي کرزي د سفر لپاره په ترينکوټ کې سخت امنيتي گامونه پورته شوي و خو بيا هم پر دغه ښار دوه توغندي وتوغول شول چې مرگ ژوبله يې نه لرله .

ولسمشر کرزى وروسته له پنځه کلونو د ارزگان ولايت ته راغلى و او د مرکز ترينکوټ په جومات کې يې خلکو ته وينا واوروله .

له خلکو سره د دوى دغه خبرې تر ډيره دوستانه او ډيرې سپينې وې .

افغان مشر د ارزگان په چارچينو ولسوالۍ کې د فبروري په يووېشتمه نېټه ملکي وگړو ته د مرگ ژوبلې پر پېښې خواشيني وښووله او ويې ويل چې له بهرنيانو سره د دۀ په وينا تل په شر و شور اخته وي .

حامد کرزي وويل بهرني ځواکونه اوس لږې تيروتنې کوي او چې کله يې وکړي نو سم لاسي له افغان ولس څخه د دۀ له لارې بخښنه غواړي .

ولسمشر کرزي د ارزگان ولس ته وويل چې د سولې لپاره يې هلې ځلې چټکې کړي دي او د دې لپاره يې له طالبانو سره هم خبرې کړي دي .

روغه جوړه غواړم که هره بيه وي

ښاغلي کرزي وويل د سولې لپاره يې په کابل کې جرگه بللې ده :

(( که په هره بيه وي زه به روغه جوړه کوم . تاسي به ملگري کيږي راسره لاس به راکوئ، راسره ولاړ به ياست. زه د ارزگان طالبان گرد ( ټول ) پېژنم . ځينې مې انډيوالان ول ، اوس هم ځينې لار او ليکه راسره لري گاهې گاهې حال راکوي. هغه چې له ما سره په تماس کې نه دي او تاسو يې پېژنئ نو هغوى ته زما له خوا حال ورکړئ چې ورته وايه هر څه در بخښم ، ما ووهله ، ما ووژنه ، ما په بم کې په هوا کړه بخښلى مې يې ، خو د دا کونډې بچې نه شم دربخښلى ، او د ځوان د تعليم چې ته يې مخه نيسې هغه نه شم دربخښلى ، مکتب مه رابندوه ، شفاخانه مه بندوه راځه چې روغه سره وکړو .))

د ارزگان ولايت د خلکو په استازې توب يو شمير سپين ږيرو خبرې وکړې او ولسمشر کرزي ته يې گيله وکړه چې د دوى ولايت ته پام نه کيږي .

د ارزگان استازيو ولسمشر ته وويل چې د دغه ولايت ښوونځي ، روغتونونه ، پلونه او سړکونه هر څه ستونزه لري.

يوه سپين ږيري ولسمشر کرزي ته وويل د تعليم او تربيې شمعه په ارزگان کې بالکل مړه ده .

دغه کس افغان مشر ته وويل چې که په ارزگان کې څوک سبق هم ووايي نو له دولسم ټولگي د ده په وينا بې سواده فارغيږي .

د تعليم غوښتنه

دوى وويل چې ارزگان نه معلم لري او نه د دارلمعلمين لپاره ودانۍ شته چې ښوونکي وروزي .

د ارزگان خلکو پوهنتون وغوښت .

د ارزگان خلکو وويل چې په ټول ولايت کې درې پلونه جوړ شوي دي ، روغتيايي مرکزونه د نورو ولايتونو په ولسواليو کې شته خو دلته په نامه يې هم څوک نه ويني .

دوى د سړکونو شکايت وکړ او ويې ويل چې د کندهار ترينکوټ ترمنځ سړک چې پوخ شوى و د هغه هم ډيرې برخې بيرته خرابې شوې دي .

ولسمشر کرزي د خلکو د خبرو تر اوريدا وروسته ژمنه وکړه چې په ارزگان کې به ډير ژر نوې اداره جوړه کړي .

دۀ وويل چې د معارف او فوايد عامې وزيران به ارزگان ته واستوي چې د دوى د ستونزو حل لارې ولټوي .

حامد کرزي د ارزگان له خلکو وغوښتل چې ملي اردو او ملي پوليسو ته خپل ځوانان ورکړي .

ملي پوځ او پوليس

افغان ولسمشر وويل (( زما نفس ختلى خو د جنوبي حوزې خلک نه شم پيدا کولى چې په ملي پوځ او پوليسو کې کار وکړي . ))

ولسمشر کرزي د دې دليل ونه وايه چې ولې د دې سيمې خلک ملي پوځ او ملي پوليسو ته نه ورځي خو خوښي يې ښکاره کړه چې د ارزگان يوۀ قومي مشر ورسره ژمنه کړې چې ځوانان به ورکوي .

د ولسمشر کرزي خبرې د ارزگان يوۀ اوسيدونکي پرې کړې او ورته ويې ويل چې په پوځ او پوليسو کې د دوى د سيمې خلک څوک نه نيسي ، واسطه غواړي او فورمې يې هم په دري ژبه دي چې دوى پرې نه پوهيږي.

دغه کس ولسمشر ته وويل چې د دۀ د کورنى غړى ناهيلى بيرته له کابله ارزگان ته راستون شوى دى .

ولسمشر کرزي ورته وويل چې دى به د دغه ځوان خپلوان له ځانه سره په الوتکه کې کابل ته بوځي .

ورته مطالب