د نوي کال پيل، د ناملموسو کولتوري ميراثونو يوه برخه

نوی کال
Image caption که څه هم نوروز له تېرو کلو نو راپدېخوا د افغانستان , ایران , ترکیې او د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې لمانځل کېده، خو اوس دې ورځې د یوه نړیوال جشن بڼه غوره کړې ده .

د ملگرو ملتونو سازمان نوی کال (نوروز) د نړۍ په کولتوري میراثونو کې شامل کړی دی.

د ملگرو ملتونو د سازمان په وینا دا ورځ به وروسته له دې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

د نوي کال لمانځل له زروگونو کالو راهیسې د نړۍ په ځینو هېوادونو او زیاتره په منځنۍ اسیا هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت وایي د یوې نړيوالې ورځې په توگه به د نوي کال لمانځل د افغانستان لپاره زیاتې گټې ولري .

د نوي کال لومړۍ ورځ د نړیواله کېدو لپاره د اوو هېوادونو له خوا له درو کالو راهیسې هڅې روانې وې . بلاخره دا هڅې بریالۍ شوې او نوروز اوس دا دی نړیواله پېژندگلوي تر لاسه کړه .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سازمان ویانده نیلاب مبارز وایي چې د نوروز د نړیواله کېدو تصمیم هېڅ ډول سیاسي اړخ نه لري او وایي وروسته له دې به دا ورځ په ټوله نړۍ کې د يوې ځانګړې ورځې په تمګه لمانځل کېږي :

((کله چې درې سوه ميلیون کسان دغه ورځ په نړۍ کې لمانځي، رښتيا هم دا زموږ لپاره يو کولتوري ګام دی .))

د افغانستان کولتوري چارواکي وایي د دې جشن نړیوال کېدل به ددې لامل شي چې نړیوال په فرهنگي چارو کې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي او همدارنگه دا کار به نړیوالو ته د دې هېواد د فرهنگ د لا زیاتې پېژندگلوۍ سبب شي .

په کولتوري چارو کې ‎ پوهان وایي نوی هجري لمريز کال د ځينو خاصو لاملونو له وجهې په یوې نړیوالې ورځې بدل کړای شو .

یو دا چې ددې ورځې لمانځل په نړۍ کې یو پخوانی او لرغونی دود دی او دویم دا چې دا جشن د نړۍ په یوې پراخې فرهنگي سیمې کې چې له ډيلي نه نیولې بیا تر استانبول پورې او د چین د لوېدیځ نه نیولې د فارس تر خلیجه پورې وو , لمانځل کېده .

که څه هم نوروز له تېرو کلو نو راپدېخوا د افغانستان , ایران , ترکیې او د منځنۍ اسیا په ځینو هېوادونو کې لمانځل کېده، خو اوس دې ورځې د یوه نړیوال جشن بڼه غوره کړې ده .

افغان لیکوال حبیب الله رفیع په دې هکله داسې وایي :

((دا چې ولې دې ورځې نړيوال حیثیت پيدا کړ، دا ځکه چې د نوروز ورځ د کال په اوږدو کې يوه بارزه ورځ ده، نه يوازې دا په افغانستان کې، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له دې ورځې موسم بدلېږي او يو نوی فصل پيلېږي، په همدې بنسټ دا د طبيعت د ځوانېدو او د طبيعت د سمسورېدو ورځ ده. ))

Image caption د نوي هجري لمريز کال لومړۍ ورځ د افغانستان د نورو سيمو په پرتله په مزار شریف کې ډېره توده لمانځل کېږي.

نوی کال (نو روز)ـ دا ورځ د ۷ هېوادونو لکه افغانستان , ایران , اذربایجان, پاکستان, ترکیې او تاجکستان په غوښتنه د یونيسکو نړیوال سازمان له خوا د نړۍ په غیر ملموسو فرهنگي میراثونو کې شامل کړای شوه .

په دې هکله افغان کارپوه او فرهنگي شخصیت نجیب منلی وایي:

((د نامسلموسو ميراثونو په هکله خبرې او فکر کول تقريبآ له لسو پنځلسو کلونو راپدېخوا پيل شوي،په نړۍ کې د اړيکو زياتېدو دا حقیقت څرګند کړ، چې يوازې ملموس ميراثونه د ساتلو نه دي، بلکې ناملسموس ميراثونه هم بايد وساتل شي، نونيسکو په دې برخه کې څه کار کړی و. ))