حزب اسلامي د سولې خبرې اترې رد کړې

ولسي جرګه
Image caption عبدالستار خواصي : ((لومړی دا چې افغانان له خارجي فشار او اغېز پرته د لومړي ځل لپاره راټول شول، دويم دا چې موږ د يوې اجنډا جوړولو توافق ته ورسېدو او دريم موږ دا توافق وکړ، چې دا کانفرانس باید خپل کار ته ادامه ورکړي چې پايلو ته ورسېږي او څلورمه خوښي يې دا وه چې له حکومت او مخالفانو سره وګوري او دويمې غونډې ته خپلې پايلې وړاندې کړي . ))

خو د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب وايي چې نوموړې غونډې ته د هغوی استازي نه وو ورغلي او په وينا يې چا چې په دغه غونډه کې برخه اخيستې پخپلو شخصي علايقو يې دغه شان غونډه جوړه کړې ده .

د دغه گوند وياند وايي چې هغوى په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره ځانگړي وړانديزونه لري .

په مالديف کې جوړه شوې غونډه د اسلامي حزب د مشر ګلبدن حکمتيار د زوم همايون جرير لخوا رابلل شوې وه .

ښاغلی جرير د هغه بهير مشري کوي چې د قبرس د جريان په نوم ياديږي اوپخوا داسې ويل کېده چې د قبرس جريان دايران د ملاتړ نه برخمن دی .

په غونډه کې د افغانستان د ملي شورا يو شمير غړو هم گډون لاره دوی وايي چې په دغه غونډه کې د اسلامي حزب له ځينو استازو سره کتلي او د يوې داسې تگلارې په جوړولو خبرې اترې کړې چې دوی له دولت سره د سولې او روغې جوړې خبرو ته رامات کړي .

خود افغانستان اسلامي حزب دا خبره رد کړې چې گواکې د دوى استازي په مالديف کې د افغانستان له دولته ورغليو استازيو سره د سولې او روغې جوړې په هکله خبرې اترې کړې وي .

د دغه گوند وياند انجنير هارون زرغون د يوه نا مالومه ځايه د ټيليفون په ليکه بي بي سي ته وويل چې دوى په دې برخه کې ځانگړي شرطونه لري چې په منلو سره يې دوى هر ډول خبرو اترو ته چمتو دي :

((حکمتيار صاحب خو پخوا هم داسې خبره کړې وه، که چېرې بهرنيان دې له افغانستانه د وتلو مهال وېش وړاندې کړي موږ خبرو ته چمتو يو، او افغانستان کې يو بې طرفه لنډمهاله حکومت جوړ شي او د يوه کال د ننه ټاکنې وشي ، ټول هغه سياسي بنديان چې په مختلفو ځايونو کې بنديان دي، هغه بايد خوشي شی دايمي اوربند وشي، او نوره امريکايانو ته دا حق د دې مهال وېش د ننه حاصل نه وي چې افغان عوامو باندې بمبار وکړي او هغوی ووژني . دا زموږ شرايط دي او موږ وړاندې کړي دي .))

ښاغلى زرغون وايي چې دغه غونډه د همايون جرير په مشرۍ تر سره شوې وه او ښاغلي جرير لا له وړاندې نه د اسلامي گوند له ليکو نه خپل پريکون په داگه کړي دى .

خو د افغانستان د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي چې د دغې غونډې يو برخه وال و وايي چې دوى په ډيرو مهمو مسالو خبری اتری کړی او يه وينا يې چې ښايي نژدې راتلونکې کې دوى ورته دوهمه غونډه هم جوړه کړي :

((لومړی دا چې افغانان له خارجي فشار او اغېز پرته د لومړي ځل لپاره راټول شول، دويم دا چې موږ د يوې اجنډا جوړولو توافق ته ورسېدو او دريم موږ دا توافق وکړ، چې دا کانفرانس باید خپل کار ته ادامه ورکړي چې پايلو ته ورسېږي او څلورمه خوښي يې دا وه چې له حکومت او مخالفانو سره وګوري او دويمې غونډې ته خپلې پايلې وړاندې کړي . ))

د لندن د نړيوال کنفرانس نه وروسته په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې خبرې چټکې شوې دي ، همدا نن افغان ولسمشر د يو بلاوي به مشرۍ سعودي عربستان ته تللى، او غواړي چې د هغه هيواد د باچا سره به افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راوستو به برخه کې د هغه هيواد مرسته تر لاسه کړي .