له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدا لړۍ بېرته پيل شوه

پېښور کې د کډوالو د ستنېدو دفتر
Image caption د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په ټوله کې له ٢٠٠٢ کال راهيسې درې اعشاريه څلور ميليونه کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي ، خو دغه لړۍ په دې وروستيو کې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د امنيتي حالاتو د ترينگتيا له کبله د پيل د کلونو په څېر توده نه ده.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدو لړۍ چې د ژمي د يخنۍ له کبله ځنډېدلې وه، له سره پيل شوه .

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې چارواکي وايي دوى ستنېدونکو کډوالو ته د ترانسپورتي لگښت په ورکړې سربېره ځينې نورې اسانتياوې هم برابروي .

د شمېرو له مخې دا مهال نژدې دوه مليونه راجستر شوي کډوال په دغه هيواد کې ميشت دي .

چارواکي وايي پاکستان په دې هم سلا شوى چې په خپله خاوره کې د دغو کډوالو د پايېدو موده د نورو دريو کلونو لپاره هم وغزوي .

له پاکستان نه د افغان کډوالو د خپلې خوښې د راستنيدو دغه نوى پروگرام د هغې لړۍ يوه بله برخه ده چې له تېرو اتو کلونو راهيسې د ملگرو ملتونود کډوالو د ادارې يو ان اچ سي ار د مرستو پر مټ روانه ده .

دغه لړۍ هر کال د هوا په توديدو پيليږي او د ژمي تر رارسيدو دوام کوي . د يو ان اچ سي ار چارواکي وايي تمه يې دا ده چې سږ کال به هم په پاکستان کې ميشت په لسگونوزره افغان کډوال د دغه پروگرام په ترڅ کې افغانستان ته ستانه شي .

د کډوالو ادارې د تير په څيرد ستنېدونکو کډوالو د ترانسپورتي لگښت لپاره د سړي په سرپه منځني ډول د شاوخوا ١٠٠ ډالرو مرسته په پام کې نيولې .

چارواکي دا هم وايي چې د ستنيدونکوکډوالو له منځه به د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له ١٥ زره کورنيو سره د سرپناه په جوړولو کې هم مرسته وکړي .

Image caption د يو ان اچ سي ار چارواکوله ايران نه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره هم د رته مرستو خبره کوي خو وايي له دغه هيواد نه ډير لږ کډوال افغانستان ته د ستنېدو ليوالتيا لري .

يو ان اچ سي ار په عين حال کې له افغان حکومت نه غوښتي چې ستنيدونکو کډوالو ته د کورونو د جوړولو لپاره د ښارگوټو په بڼه د ځمکې د وېشلو لړۍ پراخه کړي او دا ډول خپل ډير پرمختيايي پروگرامونه هغو سيمو ته ځانگړي کړي چې ستنيدونکي کډوال يې د استوگنې لپاره غوره کوي .

د شميرو له مخې دا مهال يو مليون ٧٠٠ زره راجستر شوي کډوال په پاکستان کې په داسې حال کې ژوند کوي چې په اړه يې د افغانستان – پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر منځه درې کاله وړاندې د شوي تړون موده پوره شوې او دا راز پر دغو کډوالو د وېشل شويو کاتونو پا هويت پاڼو د اعتبار موده هم ختمه شوې ده .

خو په کابل کې د يو ان اچ سي ار وياند نادر فرهاد بي بي سي ته وويل پاکستان سلا شوى چې دغه موده د نورو دريو کلونو لپاره وغځوي .

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په ټوله کې له ٢٠٠٢ کال راهيسې درې اعشاريه څلور ميليونه کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي، خو دغه لړۍ په دې وروستيو کې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د امنيتي حالاتو د ترينگتيا له کبله د پيل د کلونو په څېر توده نه ده.

د يو ان اچ سي ار چارواکوله ايران نه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره هم د رته مرستو خبره کوي خو وايي له دغه هيواد نه ډير لږ کډوال افغانستان ته د ستنېدو ليوالتيا لري .

د ادارې په وينا دا مهال په ايران کې هم شاوخوا يو مليون افغان کډوال مېشت دي .