په هرات کې د منځنۍ ماليې ورکوونکو لپاره نوې څانګه پرانيستل شوه

د هرات مستوفیت
Image caption د هرات مستوفي سید ضیاء الحق سخا وایي مالیه ورکوونکو ته د سهولتونو برابرولو په موخه د ځانګړو څانګو جوړېدل ډېر اغېزمن او مهم ارزوي .

د منځنۍ ( متوسطه ) مالیه ورکوونکو څانګه د افغانستان د مالیې وزارت لخوا په لوېدیځ ولایت هرات کی پرانیستل شوې ده .

چارواکي وایي د دې اقدام موخه دا ده چې له یوې خوا د مالیې ورکوونکو لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي او له بل پلوه په دې برخه کې د ناوړه ګټه اخستنې او فساد مخنيوی هم وشي .

په هرات کې د منځنۍ متوسطه مالیه ورکوونکو لپاره دیوې ځانګړې څانګې د جوړولو مقدماتي چارې تر دې وړاندې ترسره شوې ۲۶ کارکوونکي ورته د اداري اصلاحاتو کمیسیون د ریفورم له لارې ټاکل شوی، دوی روزل شوي او ورته اړینې کمپیوټري اسانتیاوې ورکړل شوې دي .

د افغانستان د مالیې وزرات د عوایدو د ادارې مشر ډاګتر احمدشاده زمانزی وایي د دې اقدام اصلي موخه دا ده مالیه ورکوونکو ته اړین سهولتونه وربه برخه کړي .

ښاغلی زمانزی وایي دا سیستم نوی دی او د مالیه ورکوونکو لپاره به واټن په زیاته کچه لنډ کړي :

(( نوی دفتر چې موږ د متوسطه مالیه ورکوونکو په نامه جوړ کړی دا به په نوې پالیسي عیاروي او د نوی سیستم پر بنسټ به د مالیې راټولولو په برخه کې کار کوي، دا سیستم د خپل ځان ارزونې په نامه یادېږي یعنې مالیه ورکوونکی به کولای شي چې خپله مالیه سنجش کړي او خپله یې بانک ته تحویل کړي او مامور ته مراجعه ونه کړي.

اصلي خبره دا ده چې د مالیه ورکوونکو تمې په نظر کی ونیسو او دوی ته د ښه خدمت زمینه برابره کړو او په سمه توګه د عوایدو د راټولولو چاره ترسره کړو.))

درې ډوله ماليه ورکوونکي

د چارواکو په وینا مالیه ورکوونکي په درو برخو وېشل کېږي یوه برخه هغه ستر شرکتونه دي چې د کانو د رابرسره کولو یا هوایي ترانسپورت او دې ته ورته په نورو لوړو کچو کې فعالیت کوي، منځنۍ مالیه ورکوونکي د ټولو هغو تجارتي شرکتونو مسؤولین دي چې د وراداتو او صادراتو په برخه کې فعالیت لري او بله برخه هغه مالیه ورکوونکي جوړوي چې په ټیټه کچه د خپل کار و بار په ترڅ کې ټیټه مالیه ورکوي .

د هرات مستوفي سید ضیاء الحق سخا وایي مالیه ورکوونکو ته د سهولتونو برابرولو په موخه د ځانګړو څانګو جوړېدل ډېر اغېزمن او مهم ارزوي.

Image caption هرات د سوداګرۍ او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي د چارواکو په وینا سږ کال د هرات عواید په ټولیزه توګه لس نیم ملیارده افغانیو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله د دې ولایت د عوایدو په کچه کې ۸۵ فیصده لوړوالی ښیي .

ښاغلی سخا وایي په ځانګړې توګه د متوسطه مالیه ورکوونکو د څانګې رامنځ ته کېدل د دې سبب کیږي چې د مالیې د راټولولو په برخه کې د ناوړه ګټه اخيستنې زمینه له منځه ولاړه شي :

(( نوې اداره اصلاً د دې لپاره جوړه شوې چې موږ اول واټن رالنډ کړو ، سیستم روڼ (شفاف) وساتو او بله دا چې هغه نا قانونه اړیکې چی ښایي د مالیه ورکوونکي او مالیه اخيستونکي ترمنځ ټینګې شي، له منځه ولاړې شي، زه فکر کوم د دې ادارې جوړېدل ډېره مهمه اغېزه کولای شي. ))

هرات د سوداګرۍ او اقتصاد په ډګر کې د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي د چارواکو په وینا سږ کال د هرات عواید په ټولیزه توګه لس نیم ملیارده افغانیو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله د دې ولایت د عوایدو په کچه کې ۸۵ فیصده لوړوالی ښیي .

کارپوهان په دې باور دي چې که نورې اسانتیاوې هم د افغانستان په هره سیمه کی د دولت لخوا د پرمختللو معیارونو پر بنسټ د مالیه ورکوونکو لپاره رامنځ ته شي، نو د دې هېواد د کورنيو عوایدو کچه به ډېر ژر تر دې هم پورته شي .