ايساف: کرايي چورلکه له درو مړو سره وموندل شوه

ايم آی اته ډوله الوتکه
Image caption ايم آی اته ډوله الوتکه غالباً افغانستان کې د ملکي قرارداديانو د الوتنو په موخه کارول کېږي .

افغانستان کې د امريکا هوايي ځواک د ژغورنې ډلې ويلي هغه کرايي الوتکه چې له تېرې دوشنبې ورځې راهيسې د افغانستان په ختيځ کې د خړې پړې هوا له امله نادرکه شوې وه، په لوګر ولايت کې يې موندل شوې، چې د اوکراين درې وګړي پکې وژل شوي.

سرچينې ويلي چې وژل شوي د الوتکې عمله ول .

د امريکا هوايي ځواک وايي په لوګر کې غورځېدلې ايم آی اته ډوله الوتکه د روسيې د يوه شخصي شرکت وه، چې ايساف په کرايه نيولې وه .

امريکايي ځواکونه وايي چې وژل شوي کسان د بګرام هوايي ډګر ته وړل شوي، او د پېښې په سيمه کې يې پلټنې پيل کړې دي .

د امريکا د هوايي ځواکونو يوه افسر ويلي : ((د هوايي ځواک د چارټر کمپنۍ د معلوماتو پر بنسټ د الوتکې وروستۍ شپږ پرلپسې شمېرې ښيي چې دا يوه روسۍ الوتکه وه .))

ايساف وايي الوتکه د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو د سوپريم ګولډن سروېس سولوشن لخوا له ايرفرايټ ګلف شرکت نه دربست نيول شوې وه .

د ايم آی اته ډوله چورلکې په اړه ناټو له تېرو دوو ورځو راهيسې په سيمه کې پلټنې کولې .

د لوګر د پوليسو مشر جنرال غلام مصطفی محسني د تېرې سې شنبې په ورځ ويلي وو چې هلته يوې الوتکې په خروار ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده .

خروار د پلازمېنې په جنوب کې شاوخوا ١٥٠ کيلومتره ليرې پرته سيمه ده، وسله وال طالبان پکې ډېر فعاليت لري .

ايم آی اته ډوله الوتکه غالباً افغانستان کې د ملکي قرارداديانو د الوتنو په موخه کارول کېږي .

د ٢٠٠٦ کال له جولای مياشتې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو په پېښو کې ١٦ کسه وژل شوي، دي .