ميدان وردګو کې يوه ترکۍ چورلکه راولوېده

چورلکه
Image caption په چورلکه کې د ترکي پوځيانو لپاره اکمالاتي توکي بار ول، چې له غره سره وجنګېده.

په ميدان وردګو کې د ترکانو د ولايتي بيارغاونې يوه اکمالاتي چورلکه له غره سره تر ټکر کېدو وروسته رالوېدلې، چې يو تن پکې وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد بي بي سي ته وويل پېښه نن له غرمې وړاندې د ميدان ښار په ښځينه باغ کې شوې ده.

ښاغلی شاهد زياتوي يوه چورلکه ناسته او بله په هوا کې چورلېده، چې په ناڅاپي توګه د غره له څوکې سره وجنګېده او د ميدان ښار په ښځينه باغ کې راپرېوته .

په پېښه کې وژل شوی او ټپيان د الوتکې د عملې له ډلې ترکان دي.

د ميدان وردګو د والي وياند زياتوي دا چې د ټپيانو ټپونه ژور وو، د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي .

نوموړی وايي په الوتکه کې د ترکي ځواکونو لپاره اکمالاتي او لوجستيکي توکي بار ول.

وسله والو طالبانو ويلي چې دغه چورلکه د دوی د جنګياليو له خوا په نښه شوې او رالوېدلې ده .

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وويل چې په چورلکه کې ټوله سپرلۍ وژل شوې ده، خو د نوموړي دا ادعا د ميدان وردګو ځايي چارواکي نه تاييدوي.

د ويلو ده چې په ميدان وردګو ولايت کې د ترکيې هېواد د بيارغاونې ډله کار کوي .

په دغه ولايت کې ۲۵۰ ترکي پوځيان د بيارغاونې ترڅنګ د افغان پوليسو پر روزنې هم بوخت دي.

درې بهرني پوځيان وژل شوي

بل خوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساته ځواکونو د هېواد په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی .

Image caption د ٢٠٠٦ کال له جولای مياشتې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو په پېښو کې تر ۲۰ ډېر کسه وژل شوي دي .

دا خبره په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې کړې ده .

په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري هويت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی، خو زياتوي چې سرتېری تېره ورځ (دوشنبه، د مارچ ۲۲مه) په سوېل کې د ماين د چاودنې له امله وژل شوی .

تېره ورځ هم ايساف په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و .

د ويلو ده چې له روان ۲۰۱۰ کال له پيل راهيسې تر دې دمه افغانستان کې ۱۳۱ بهرني سرتېري وژل شوي.

د تېر کال د نومبر په وروستيو کې هم د ايساف يوه چورلکه نادرکه شوې وه، چې له درو ورځو وروسته په لوګر ولايت کې وموندل شوه، چې د اکراين درې وګړي پکې وژل شوي ول .

الوتکه ايساف په کرايه نيولې وه.

د ٢٠٠٦ کال له جولای مياشتې راهيسې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو په پېښو کې تر ۲۰ ډېر کسه وژل شوي دي .

ورته مطالب