م. م: د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکی افغانان دي

افغان کډوال په ايران کې
Image caption په افغانستان کې له تېرو څه باندې درو لسيزو راهيسې جگړې او نا امنۍ روانې دي او ډېرى خلک يې له وزگارتيا سره مخامخ يا بهرنيو هېوادونو ته مخه کوي.

د ملگرو ملتونو يو نوى رپوټ وايي چې د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان جوړوي .

رپوټ په ٢٠٠٩ کال کې د کډوالۍ په اړه دى او ليکي چې وړاندې تر دې عراقيان د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي وو.

په افغانستان کې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې چې جگړه پيل شوې، د کډوالۍ لړۍ هم ښه په زور کې روانه ده .

چارواکي وايي چې هره ورځ سلگونه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله گاونډيو او ليرې پرتو هيوادونو ته ځي.

نا امني، وزگارتيا او د راتلونکي ژوند نه ډاډمنتيا هغه لوى لاملونه دي چې دا مهال ډېرى افغانان د خپل هيواد پرېښودو او نورو لرې او نژدې پرتو هيوادونو ته کډې کولو ته هڅوي.

که څه هم افغان حکومت وايي چې په تېرو څو کلونو کې سلگونه زره کډوال بېرته خپل هيواد ته ستانه شوي، خو د رپوټونو له مخې لا هم افغانان په نړيواله کچه د کډوالو تر ټولو ستره شمېره جوړوي.

د ملگرو ملتونو د يوه تازه رپوټ له مخې په ٢٠٠٩ کال کې تر ټولو ډېر هغه کسان چې په پرمختللو او صنعتي هيوادونو کې يې د پناه اخيستنې غوښتنه کړې، افغانان وو.

Image caption زياتره افغان کډوال د استراليا او سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته په ناقانونه توګه وړل کېږي.

د رپوټ پر بنسټ پر دغه کال ټول ټال ٢٦٨٠٠ افغانانو د پناه غوښتنې اسناد سپارلي چې له ٢٠٠٨ کال نه نژدې سم نيمايي ډېروالى په کې راغلى دى.

ددې ترڅنگ زرگونه نور افغانان هم شته چې پرته د رسمي اسنادو له ډکولو او يا هم قانوني مهاجرته هر کال د ښه ژوند او روزگار د لټې په موخه خپل هيواد پرېږدي او نورو هيوادونو ته ځي.

ملگرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ويلي چې د تر ټول ډېرو پناه غوښتونکو هيوادونو دوهم عراق او دريم هم سوماليا دي .

په دغو هېوادونو کې هم له تېرو څو کلونو راهيسې جگړې او نا امنۍ روانې دي او ډېرى خلک يې له وزگارتيا سره مخامخ دي .

دغۀ رپوټ په ٢٧ اروپايي او له لسو ډېرو نورو هيوادونو کې چې امريکا، کاناډا، ترکيه، استراليا او جاپان په کې شامل دي د پناه غوښتنې موضوع څېړلې او موندلي يې دي چې په صنعتي هېوادونو کې د پناه غوښتنې موضوع په ٢٠٠٩ کال کې هم په خپل ځاى پاتې وه.

دغو هېوادونو کې په ياد شوي کال ټول ټال٣٧٧٠٠٠ کسانو پناه غوښتې چې ډېرى يې د اسيا او منځني ختيځ اوسېدونکي دي .

د رپوټونو پر بنسټ اروپايي هېوادونو او امريکا ته د زياتره افغانانو د تګ لامل دا دی چې هلته د ښه ژوند او روښانه راتلونکې څښتن شي .

خو ايا د دوی دا هيلې تر کومې کچې پوره کېږي، په دې اړه په لندن کې يو افغان کډوال غلام غوث چې پناه غوښتنه يې ردې شوې او اوس په ناقانونه توګه ژوند کوي، وايي : ((دلته زه په دې هيله راغلی وم، چې له کړاوونو به په ارامه يم، پناه مو راوړه، اسناد به راکړي او وبه مو مني، خو له موږ سره داسې هېڅ ونه شول، دوی وايي چې ګني موږ دروغ ورته وايو، موږ دلته د غله يا بندي په شان ژوند کوو او بې برخليکه پراته يو.))

ورته مطالب